ټی20  ورلډ کپ، انګلېنډ وېمنز نیوزی لېنډ وېمنز ته ماتې وركړه

لاهور۔28جون(اے پی پی) انګلېنډ وېمنز آئی سی سی ټی 20 ورلډ کپ 2026  كښې د ګروپ وروستي مېچ كښې نیوزی لېنډ وېمن ته په 9 وكټونو ماتې وركړه۔ په اوول كښې شوي مېچ كښې نيوزي لېنډ اول بېټنګ كولو سره د 6 وكټونو په زيان 163 رنز جوړ كړل۔  مېلی کیر د 42، سوفی ډیوائن د 30  او سوزی بېټس د 19 رنز اننګز وكړو۔ د انګلېنډ لیے ډینی ګبسن …

لاهور۔28جون(اے پی پی) انګلېنډ وېمنز آئی سی سی ټی 20 ورلډ کپ 2026  كښې د ګروپ وروستي مېچ كښې نیوزی لېنډ وېمن ته په 9 وكټونو ماتې وركړه۔ په اوول كښې شوي مېچ كښې نيوزي لېنډ اول بېټنګ كولو سره د 6 وكټونو په زيان 163 رنز جوړ كړل۔  مېلی کیر د 42، سوفی ډیوائن د 30  او سوزی بېټس د 19 رنز اننګز وكړو۔ د انګلېنډ لیے ډینی ګبسن دوه لوبغاړي آؤټ كړل۔ د هدف په تعاقب كښې انګلېنډ يوازې يو وكټ له لاسه وركړو۔ ډینی وائټ  په 53 بالونو 89 رنز او صوفیه ډنکلے 49  رنز جوړ كړل۔ انګلېنډ په 17.2 اوورز كښې د يو وكټ په زيان ټاكلے هدف 164 رنز ترلاسه كړو۔ دې سره دفاعي چیمپئن نیوزی لېنډ ټورنامنټ څخه بهر شو۔