وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د فنكارانو پلاوي ملاقات

پېښور ۔ 28 جون (اے پی پی) د ګلګت بلتستان ٬ كشمير او سېفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د هغه په استوګنه كېنټ پېښور كښې د پاكستان مسلم ليګ نون كلچر ونګ خېبر پخواني صوبائي صدر سعيده خان په مشرۍ كښی د فنكارانو يو پلاوي ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د نوموړو سندر غاړو الماس خليل ٬ اكبر علي ٬ ګل جي ٬ سمت شاه او …

پېښور ۔ 28 جون (اے پی پی) د ګلګت بلتستان ٬ كشمير او سېفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د هغه په استوګنه كېنټ پېښور كښې د پاكستان مسلم ليګ نون كلچر ونګ خېبر پخواني صوبائي صدر سعيده خان په مشرۍ كښی د فنكارانو يو پلاوي ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د نوموړو سندر غاړو الماس خليل ٬ اكبر علي ٬ ګل جي ٬ سمت شاه او عمران د خپلو ملګرو په شمول په باضابطه توګه په پاكستان مسلم ليګ كښې شموليت اختيار كړو۔ په دې موقع وفاقي وزير پاكستان مسلم ليګ كښې شامل شوو فنكارانو ته د ګوند ټوپۍ په سر كړې او هغوي ته يۍ په شموليت مباركي وركړه۔ ملاقات كښې فنكارانو ته په پېښو مسئلو ٬ كلتوري فعاليتونو ته په وده وركولو او د فنكارانو خېر ښېګړې سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ انجینئر امیر مقام په ټولنه كښې د فنكارانو د مثبت كردار ٬ كلتور ته وده وركولو او قامي يووالي له د هغوي دخذماتو ستائنه كولو سره ووئيل فنكاران د كومې هم ټولنې د تهذيب شناخت او د كلتوري ورثې حقيقي سفيران وي۔ ده د پلاوي مسئلې واورېدلې او اړوندو چاروكو ته يۍ ددې حل كولو له د مؤثر اقداماتو كولو هدايات جاري كولو سره باور وركړو چې فنكارانو ته پېښې جائزې مسئلې حل كولو له به هره ممكنه مرسته كولې شي۔ پلاوي د وفاقي وزير مننه كولو سره دده په قيادت د بشپړ باور څرګندونه وكړه۔