پېښور ۔ 26 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفریدی د عاشورې ورځې مركزي جلوس دوره وكړه او د امنيتي انتظاماتو جاج يۍ واغست۔ په دې موقع خبريالانو سره خبرو كښې ده په ګرده صوبه كښې په امنيتي او انتظامي انتظاماتو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وزيراعلی ووئيل د عاشورا ورځ مونږ ته د حق ٬ صبر ٬ استقامت او د ظلم په ضد د ټينګ اودرېدو درس …
د خيبر پښتونخوا وزيراعلی د عاشورې ورځې مركزي جلوس دوره ، په انتظاماتو د اطمينان څرګندونه

مزید خبریں
پېښور ۔ 26 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفریدی د عاشورې ورځې مركزي جلوس دوره وكړه او د امنيتي انتظاماتو جاج يۍ واغست۔ په دې موقع خبريالانو سره خبرو كښې ده په ګرده صوبه كښې په امنيتي او انتظامي انتظاماتو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وزيراعلی ووئيل د عاشورا ورځ مونږ ته د حق ٬ صبر ٬ استقامت او د ظلم په ضد د ټينګ اودرېدو درس راكوي۔ ده ووئيل د ظلم كوونكو انجام تل د ذلت وي او په حق او ريښتيا ولاړ پاتے كېدونكي تاريخ تل عزت سره ياد ساتي۔ وزیراعلیٰ ووئيل امام حسن او امام حسېن علېهما السلام د دين اسلام او حق سرلوړۍ له سترې قربانۍ وركړې۔ د هغوي سيرت ټولې اسلامي نړۍ له د لارې مشال دے۔ ده غوره انتظاماتو د ګردې صوبې پوليس ٬ ضلعي انتظاميې او ټولو اړوندو ادارو ته پېرزوئنې وړاندې كړې او دعا يۍ وكړه چې د عاشورې ورځې ټول جلوسونه او مجالس دې په خېر او عافيت سره پايې ته ورسي۔









