لاهور۔26جون(اے پی پی) سلیمه امتیاز په آئی سی سی وېمنز ټی ټونټی ورلډ کپ كښې امپائرنګ كوونكې اولنۍ پاكستانۍ مېرمن جوړه شوه٬ هغې په انګلېنډ كښې په روان ټورنامنټ كښې په څلورو مېچونو كښې بېلې ذمه وارۍ ترسره كړې دي۔ سلیمه امتیاز به د خالي په ورځ د لندن په اوول ګراؤنډ كښې د انګلېنډ او نيوزي لېنډ ترمينځه كېدونكي مېچ كښې د ټیلی ویژن امپائر او د اتوار په …
سلیمه امتیاز آئی سی سی وېمنز ټی ټونټی ورلډ کپ كښې امپائرنګ كوونكې اولنۍ پاكستانۍ مېرمن جوړه شوه

مزید خبریں
لاهور۔26جون(اے پی پی) سلیمه امتیاز په آئی سی سی وېمنز ټی ټونټی ورلډ کپ كښې امپائرنګ كوونكې اولنۍ پاكستانۍ مېرمن جوړه شوه٬ هغې په انګلېنډ كښې په روان ټورنامنټ كښې په څلورو مېچونو كښې بېلې ذمه وارۍ ترسره كړې دي۔ سلیمه امتیاز به د خالي په ورځ د لندن په اوول ګراؤنډ كښې د انګلېنډ او نيوزي لېنډ ترمينځه كېدونكي مېچ كښې د ټیلی ویژن امپائر او د اتوار په ورځ لارډز كركټ ګراؤنډ كښې د هند او آسټريليا ترمينځه مېچ كښې د فورتھ امپائر ذمه وارۍ ترسره كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې سليمه امتياز په ستمبر 2024 كښې آئي سي سي انټرنېشنل ډیوېلپمنټ پېنل كښې شامله شوې اولنۍ پاكستانۍ مېرمنه جوړه شوې وه۔ په دې موقعه د سلیمه امتیاز وېنا وه چې په آئی سی سی وېمنز ټی ټوئنټی ورلډ کپ كښې د امپائر په حېث ډیبیو كول ما لپاره او پاكستان لپاره يو لوے اعزاز دے۔









