اسلام آباد۔26جون (اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری وئيلي دي چې د نشائي توكو كارولو او د غېر قانوني قاچاق خلاف نړيواله ورځ مونږ ته په دے چېلنج د غور كولو موقع راكوي كوم چې د پاكستان په شمول ګردې نړۍ لپاره يوه جدي مسئله جوړه شوې ده، دا ورځ مونږ ته ددې حقيقت تسليمولو هم موقع راكوي چې د منشیات د خطرو بدلېدونكي نوعيت له مخې به …
منشيات كارول او غېر قانوني قاچاق ګردې نړۍ لپاره يوه جدي مسئله ده ، د منشیات خطرو بدلېدونكي نوعيت سره بايد زمونږ رد عمل هم بدل شي: صدر مملكت آصف علي زرداري

مزید خبریں
اسلام آباد۔26جون (اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری وئيلي دي چې د نشائي توكو كارولو او د غېر قانوني قاچاق خلاف نړيواله ورځ مونږ ته په دے چېلنج د غور كولو موقع راكوي كوم چې د پاكستان په شمول ګردې نړۍ لپاره يوه جدي مسئله جوړه شوې ده، دا ورځ مونږ ته ددې حقيقت تسليمولو هم موقع راكوي چې د منشیات د خطرو بدلېدونكي نوعيت له مخې به زمونږ رد عمل هم بدلېدل وي۔ د منشیات د كارولو او غېر قانوني قاچاق خلاف د نړيوالې ورځې په موقع ايوان صدر څخه جاري شوي خپل پېغام كښې صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل چې تېرو څو كلونو كښې منشيات سره سره زيات خطرناك مصنوعي او د غېر قانوني نشه كوونكو څيزونو نوې قسمونو رامخې ته شوي دي، جرائم پېشه نېټ ورك د عصري مواصلاتي ټېكنالوجيز او ډيجيټل پلېټ فارمز دلارې خپل اثر او رسوخ زياتوي ، د اغستونكو او خرڅونكو ترمينځه تړون پېدا كوي او د قانون نافذ كوونكو ادارو نظر څخه د بچ كېدو هڅې كوي، ددې فعاليتونو د مالي مرستې طريقې هم زياتې پېچلې شوي دي په كومو كښې چې د کرپټو کرنسي او نورې ډيجټيل ادائيګو ذريعې شاملې دي كومې چې د روايتي مالياتي نظام حدودو څخه بهر كار كوي۔ ده ووئيل له دې څخه هم زيات د اندیښنې وړ خبره دا ده چې سوشل میډیا پلېټ فارمز او موبائل اېپلی کېشنز د منشیات د استعمال تشهیر، ترویج او دا معمولي خبره ګرځولو له كارولې شي۔ داسې پېغامونه په خاص توګه ځوان كول لپاره تيارولې شي۔ ده ووئيل په ځينې حلقو كښې د منشيات كارول د مرتبې، آزادۍ يا د جدیدیت علامت په توګه وړاندې كولې شي، حالانكه دا تصورات زيات خطرناك او بې لارې كوونكي دي۔ صدر مملكت ووئيل د منشيات د استعمال اثرات د عامو وګړو په ژوند كښې ښكاره محسوسيږي ٬ د نشې عادي طالب علم تعليمي موقعو څخه محرومېدې شي٬ د ملازمت په مېدان كښې قدر كېښودونكے يو ځوان مستحكم سباؤن تشكيلولو كښې ستونزو سره مخ كېدې شي۔ ددې اثرات يوازې تر فرد محدود نه پاتې كېيږي بلكې دا كورنۍ او ټوله ټولنه متاثره كوي۔ ده ووئيل د غیر قانونی منشیات پېداوار، قاچا او وېش خلاف مؤثرې كارروايۍ ته اړتيا ده خو دا مسئله يوازې د قانون نافذ كولو ادارو د اقداماتو دلارې ممكن نه ده بلكې مونږ له به زده كړو ٬ پوهاوي او بحالۍ له اقدامات هم مضبوطول وي۔ ده ووئيل دا د پارليمان ٬ انتظاميې ٬ د تعليم پوهانو ٬ علمائے كرامو ٬ ذرائع ابلاغ سره د تړونكو لرونكو كسانو ٬ كميونټي لارښودو ٬ مور پلار او دانشورې طبقې ګډه ذمه واري ده چې هغه داسې سماجي او كلتوري ماحول تشكيل كړي كوم كښی چی ځوانانو ته د صحي ژوند تېرولو او مثبت موقعو څخه د ګټې پورته كولو ترغيب وركړے شي۔ صدر مملكت ووئيل كه مونږ په ګډه د منشياتو مخنيوې وكړو ٬ د نوي كول دې څخه د ساتلو عمل مرسته وكړو او د ضرر وركونكو توكو د معمول برخې ګڼلو رجحان مسترد كړو نو مونږ راتلونكو نسلونو لپاره يوه په زړه پورې ټولنه تشكيلولې شو۔ ده دعا وړه چې پروردګار دې زمونږ هڅې كاميابې كړي او پاكستان له دې امن ٬ پرمختګ او سوكالي وركړي۔(










