پېښور 20 ستمبر (اے پي پي) پېښور كښې د اېم ډي کېټ په ټېسټ كښې 16 زره 502 كاندانو ګډون كړې چې پكښې 8 زره 226 زده كوٶنكې شاملې وې۔ د پېښور کمشنر له مخې ټېسټ سپېځلې جوړولو او د نقل مخه نيولو لپاره د پاکټ ګائيډز په خرڅ پابندي لګولې شوې٬ د امتحاني مركزونو په خوا اوشا كښې د غېر متعلقه كسانو په جمع كېدو او ودرېدو دفعه 144 …
پېښور كښې د اېم ډي کېټ ټيسټ، د 16 زره 502 كانديدانو ګډون
پېښور 20 ستمبر (اے پي پي) پېښور كښې د اېم ډي کېټ په ټېسټ كښې 16 زره 502 كاندانو ګډون كړې چې پكښې 8 زره 226 زده كوٶنكې شاملې وې۔ د پېښور کمشنر له مخې ټېسټ سپېځلې جوړولو او د نقل مخه نيولو لپاره د پاکټ ګائيډز په خرڅ پابندي لګولې شوې٬ د امتحاني مركزونو په خوا اوشا كښې د غېر متعلقه كسانو په جمع كېدو او ودرېدو دفعه 144 لګولې شوې ٬ د اسسټنټ کمشنرز په مشرۍ كښې خاص ډلې جوړې كړې شوې كومو چې د امتحاني مرکزونو دورې كولو سره د انتظامات، سهولتونو او د نقل مخه نيولو نګراني كوله٬ امنيت لپاره د 19 واړو امتحاني مرکزونو په داخلي لارو واک تھرو ګيټس نصب كړې شوي او د ټرافېك جريان لپاره خاص ټرافېك پ لان هم ترتيب كړې شوې۔ګ ل











