اسلام آباد۔25جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې د كربلا پېښه د امت د اصلاح ٬ د سنت نبوي د ژوندي كولو او د امر بالمعروف ونهي عن المنكر عظيم مقصد لپاره د قربانۍ نوم دے ، دا مقصد مونږ څخه دا غوښتنه كوي چې په خپل انفرادي او اجتماعي ژود كښې عدل او انصاف ٬ صبر او زغم او د ذمه وارۍ اوصافو ته وده وركړو۔ د …
د كربلا پیښه د امت د اصلاح ٬ د سنت نبوي د ژوندي كولو او د امر بالمعروف ونهي عن المنكر عظيم مقصد لپاره د قربانۍ نوم دے: د وزيراعظم شهباز شريف د عاشورا ورځې په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔25جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې د كربلا پېښه د امت د اصلاح ٬ د سنت نبوي د ژوندي كولو او د امر بالمعروف ونهي عن المنكر عظيم مقصد لپاره د قربانۍ نوم دے ، دا مقصد مونږ څخه دا غوښتنه كوي چې په خپل انفرادي او اجتماعي ژود كښې عدل او انصاف ٬ صبر او زغم او د ذمه وارۍ اوصافو ته وده وركړو۔ د اختلاف او انتشار په ځاې احترام او يووالي ته پام وګرځوو۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخو د عاشورا ورځې 10 محرم الحرام 1448ھ په موقع جاري شوي خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل د عاشورا ورځ د اسلامي تاريخ يوه ستره ورځ ده كومه چې مونږ ته د ايمان ٬ صبر ٬ استقامت ٬حق پسندۍ او د ټولنې اصلاح لپاره د ځاڼګړې اسباق درس راكوي۔ ده ووئيل دا ورځ د پروردګار د دين مرستې ٬ د اهل ايمان د كاميابۍ او د حق سرلوړۍ له د قربانيو سترو واقعات ياد تازه كوي۔ د نبي كريم (ص) د لمسي او د هغه د ملګرو سترې قربانۍ دا ورځ په اسلامي تاريخ كښې يو ځانګړې او دائمي اهميت لرونكے جوړه كړه۔ د كربلا پېښه مونږ ته دا پېغام راكوي چې په اصولو او اقدارو اودرېدل د يوې باوقاره او مهذبه ټولنې بنياد دے۔ د حضرت امام حسېن (رض) چلند دا ثابته كړه چې د حق او صداقت او انساني عظمت تحفظ لپاره قرباني وركول په حقيقت كښې ظلم وجبر ٬ ناانصافۍ او باطل ته د سر ټيټولو څخه زيات افضل ده۔ ده ووئيل دا پېښه د امت اصلاح ٬ د سنت نبوي احېاﺀ او د امر بالعروف ونهي عن المنكر عظيم مقصد لپاره د هڅې نوم دے۔ دا مقصد مونږ څخه دا غوښتنه كوي چې په خپل انفرادي او اجتماعي ژود كښې عدل او انصاف ٬ صبر او زغم او د ذمه وارۍ اوصافو ته وده وركړو۔ د اختلاف او انتشار په ځاې احترام او يووالي ته پام وګرځوو۔ وزیراعظم ووئيل ټول قام بايد علماﺀ كرام ٬ مشائخ عظام ٬ ذاكرين ٬ ميډيا او ځوان كول ته اپېل كوم چې هغوي دې د عاشورا ورځې حقيقي پېغام په ډاګه كړي ، بېن المسالک احترام او همغږۍ ته دې وده وركړي۔ راځۍ چې لوظ وكړو چې د حضرت امام حسېن (رض) او د كربلا شهيدانو د قرانۍ په لارښودنه كښې به حق وانصاف سره خپل پېوستون لا مضبوطوو۔ د ټولنې د كمزورې او محروم طبقو حقونو تحفظ به باوري كوو او د خپل كردار او عمل د لارې به يوه مضبوط او سولييز قوم جوړولو كښې خپل كردار ترسره كوو۔ ده وعا وكړه چې پررودګار دے ګرده نړۍ كښې امن راولي او ټولې اسلامي نړۍ ته دې خېرونه او بركتونه وركړي۔








