اسلام آباد۔25جون(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په وېنزوېلا كښې د سختې زلزلې په نتيجه كښې په شوي ځاني او مالي زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره ځپليو كورنيو سره غمرازي كړې ده۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د زيارت په ورځ په جاري شوي پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د پاكستان اولس او پارليمان په دې سخت وخت كښې د وېنزوېلا …
د سید یوسف رضا ګیلانی وېنزوېلا كښې د زلزلې د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه
اسلام آباد۔25جون(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په وېنزوېلا كښې د سختې زلزلې په نتيجه كښې په شوي ځاني او مالي زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره ځپليو كورنيو سره غمرازي كړې ده۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د زيارت په ورځ په جاري شوي پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د پاكستان اولس او پارليمان په دې سخت وخت كښې د وېنزوېلا حكومت او اولس سره د يووالي څرګندونه كوي۔ ده ژوبل شوو لپاره د زر روغتيا دعا كولو سره ووئيل پاكستان په هر سخت وخت كښې د ونېزوېلا اولس سره ولاړ دے او د دوئي غم دړد خپل غم دړد ګڼي۔ ده ووئيل قدرتي آفتونه په نړيواله كچه د خواخوږۍ ٬ مرست او يووالي تقاضا كوي او د بشري ځانونو زيان د ټول انسانيت زيان دے۔ ده هيله ولرله چې د وېنزوېلا حكومت او اولس به عزم او حوصلې سره په دې ازمېښت كاميابۍ سره قابو ومومي۔









