اسلام آباد۔25جون (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وېنزوېلا كښې د زلزلې د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كولو سره د ځپلې شوو كسانو كورنيو سره غمرازي او خواخوږې وكړي۔ د قومی اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا د زيارت په ورځ په جاري شوي بيان كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د پاكستان پارليمان او اولس په دې سخت وخت كښې وېنزوېلا سره …
د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په وېنزوېلا كښې د زلزلې د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه
اسلام آباد۔25جون (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وېنزوېلا كښې د زلزلې د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كولو سره د ځپلې شوو كسانو كورنيو سره غمرازي او خواخوږې وكړي۔ د قومی اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا د زيارت په ورځ په جاري شوي بيان كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د پاكستان پارليمان او اولس په دې سخت وخت كښې وېنزوېلا سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوي۔ ده ووئيل د قدرتي آفتونو دلاسه ځپلې شوي په نړيواله كچه يووالي او مرستې ته اړتيا لري۔ ده هيله څرګنده كړه چې د وېنزوېلا حكومت او اولس به په دې ازمېښت عزم او حوصلې سره قابو ومومي۔ سپیکر زلزله كښې ژوبل شوو لپاره د زر روغتيا دعا كولو سره هغوي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔









