لاهور۔25جون(اے پی پی) د حضرت علی بن عثمان هجوېری المعروف داتا ګنج بخش 983م كلن عرس دستورې د زيارت په ورځ مزار ته غسل وركولو سره پېل شوې۔ خاص مېلمه نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار مزار ته عرق ګلاب سره غسل وركړو او په هغې يۍ څادر خپور كړو۔ د غسل وركولو دستوره كښې د علماﺀ كرامو او مشائخو په شمول ګرد هېواد څخه راغلې ګڼ شمېر زائرينو …
د داتا ګنج بخش د 983 م كلن عرس دستورو پېل ، پاكستان په نړۍ كښې ځانله كوونكي ځانله پاتې شوو: اسحاق ډار
لاهور۔25جون(اے پی پی) د حضرت علی بن عثمان هجوېری المعروف داتا ګنج بخش 983م كلن عرس دستورې د زيارت په ورځ مزار ته غسل وركولو سره پېل شوې۔ خاص مېلمه نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار مزار ته عرق ګلاب سره غسل وركړو او په هغې يۍ څادر خپور كړو۔ د غسل وركولو دستوره كښې د علماﺀ كرامو او مشائخو په شمول ګرد هېواد څخه راغلې ګڼ شمېر زائرينو ګډون وكړو۔ دستورې څخه وروستو مېډيا سره خبرو كښې اسحاق ډار ووئيل د صدر مملکت آصف علی زرداری، وزیر اعظم شهباز شریف ، د مسلم ليګ نون لارښود نوازشریف او د وزیر اعلی پنجاب مریم نواز لخوا اولس ته د داتا صاحب د عرس د زړه له كومي مباركي وركوم۔ په دې موقعه ده ووئيل امریکا ایران جنګ كښې پاكستان د ثالثۍ كردار ادا كړو٬ لوظنامه لاس ليك شوه هغه مو د قومي اسمبلۍ په ريكارډ كښې راوستلې ده۔ ده ووئيل مونږ د كوربتوب پېشكش وكړو نو ځينې كسانو ووئيل كوم بل هېواد كښې دې وكړې شي ځكه پاكستان ته رارسېدو كښې 20 ساعته وخت لګي۔ ده ووئيل مونږ بايد ټول په اسلام آباد مېمورنډم خوشحاله شو۔ په 18 جون جی سېون میټنګ كښې امریکائي صدر ټرمپ ووئيل چې لوظنامه دې الېكټرونكلي لاس ليك كړې شي، بيا وزیر اعظم شهبازشریف هم امريكا ايران لوظنامه لاس ليك كړه۔ ده ووئيل د پاكستان په اړه به وئيل كېدل چې په سفارتي توګه يوازے شوے دے اوس نړۍ ته معلومه شوه چې په حقيقت كښې يوازے شوے څوك دي۔ اسحاق ډار ووئيل په 28 فروري په ايرن بريد وشو نو پاكستان ددې بشپړه غندنه وكړه۔ ده ووئيل پاك پروردګار پاكستان اتومي قوت جوړ كړے اوس به دا معاشي قوت جوړول وي۔ ده ووئيل مونږ امن خوښونكي يوو او په خپله دفاع پوهېږو۔ ده ووئيل مونږ ته په ميراث كښې ناوړه معاشي صورتحال ترلاسه شوے د كوم په سمولو كښې چې تر ډېره حده كامياب شوې يوو۔ اسحاق ډار ووئيل په موجوده بجټ كښې د تنخواه دارې طبقې په شمول تاجرانو ته ټول ممكنه ريليف وركړے شوے دے۔









