د صدر مملكت وېنزوېلا كښې د زلزلو په نتيجه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه

اسلام آباد۔25جون (اے پی پی) صدرِ مملکت  آصف علی زرداری وېنزوېلا كښې د سختو زلزلو په نتيجه كښې د قيمتي بشري ځانونو په زيان او په پراخا كچه شوې تباهۍ د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره غمرازي كولو سره د وېنزوېلا حكومت او اولس …

اسلام آباد۔25جون (اے پی پی) صدرِ مملکت  آصف علی زرداری وېنزوېلا كښې د سختو زلزلو په نتيجه كښې د قيمتي بشري ځانونو په زيان او په پراخا كچه شوې تباهۍ د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره غمرازي كولو سره د وېنزوېلا حكومت او اولس سره په دې سخت وخت كښې د يوالي او خواخوږۍ څرګندونه وكړه۔ صدر آصف علی زرداری ووئيل د پاكستان اولس په دې سخت وخت كښې د وېنزوېلا اولس په غم كښې يو برابر شريك دي او د هغوي دړد خپل دړد ګڼي۔ ده په زلزله كښې د ژوبل شوو زر روغتيا له دعا او د ځپليو كورنيو استقامت ٬ صبر او حوصلې له نېكې هيلې څرګندنې كړې۔ صدر مملكت هيله څرګنده كړه چې د وېنزوېل اولس به په دې پېښه مړانې او عزم سره قابو ومومي او د ځپليو ته په وخت مرسته رسولو كښې به كامياب شي۔