حکومت اسلام آباد د نړيوال معيار جديد پايه تخت كښې بدلولو لپاره عزم لرو، په اسلام آباد كښې جديد ايکسپو سينټر، کنونشن سينټر او د سمارټ سټي په څېر په منصوبو غور روان دے۔ طلال چوهدري

  اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) د داخله چارو وزير مملکت طلال چوهدري وئيلي دي چې وفاقي حکومت اسلام آباد يو جديد٬ تل پاتې او د نړيوال معيار جديد پايه تخت كښې بدلولو لپاره غېر معمولي اقدامات كوي، اوبه٬ ويسټ مينجمنټ، د ټرافېك جريان، امنيت، هوټلنګ او اربن سهولتونو په اړه د اوږدې مودې مسئلو حل لپاره د انفراسټركچر په لويو منصوبو كار جاري دے كومې چې راتلونكې …

 

اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) د داخله چارو وزير مملکت طلال چوهدري وئيلي دي چې وفاقي حکومت اسلام آباد يو جديد٬ تل پاتې او د نړيوال معيار جديد پايه تخت كښې بدلولو لپاره غېر معمولي اقدامات كوي، اوبه٬ ويسټ مينجمنټ، د ټرافېك جريان، امنيت، هوټلنګ او اربن سهولتونو په اړه د اوږدې مودې مسئلو حل لپاره د انفراسټركچر په لويو منصوبو كار جاري دے كومې چې راتلونكې 40 نه تر 50 كالو ضرورتونه په نظر كښې ساتلو سره ترتيب كړے شوے دي۔ ده دا خبرې په اسلام آباد چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري (آئي سي سي آئي) كښې دستوره ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ طلال چوهدري ووئيل د وفاقي پايه تخت جوړېدو باوجود اسلام آباد كښې داسې بنيادي يو شمېر اربن سهولتونه او ادارې نشته كومې چې د نړۍ د جديد ښاريو برخه دي۔ ده ووئيل چې په آبادۍ كښې په تندۍ سره د اضافې له امله اوبه، سالډ ويسټ مينجمنټ، ټرافېك ريګوليشن او د اربن پلاننګ مسئلې زياتې شوې دي د كومو حل لپاره چې حکومت تقريباً د انفراسټرکچر په 15 لويو منصوبو كار پېل كړے دے او دښار پرمختګ كښې رامخې ته د 25 نه زيات اهم خنډان لرې كولو لپاره هم اقدامات جاري دي۔

مزید خبریں