اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي وئيلي دي چې افغانستان سره د دوه اړخيزه روابطو په اړه پاكستان خپلې زياتره زمه وارۍ ترسره كړې دي او نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر محمد اسحق ډار په ذاتي توګه د دې عمل نګراني كړې ده خو ده ووئيل وروسته ځِېنې پېشرفتونو د پاكستان سفارتي هلو ځلو لپاره ستونزې پېدا كړې۔ د شورو …
افغانستان سره د دوه اړخيزه روابطو په اړه پاكستان خپلې زياتره زمه وارۍ ترسره كړې دي۔ د خارجه دفتر وياند

مزید خبریں
اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي وئيلي دي چې افغانستان سره د دوه اړخيزه روابطو په اړه پاكستان خپلې زياتره زمه وارۍ ترسره كړې دي او نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر محمد اسحق ډار په ذاتي توګه د دې عمل نګراني كړې ده خو ده ووئيل وروسته ځِېنې پېشرفتونو د پاكستان سفارتي هلو ځلو لپاره ستونزې پېدا كړې۔ د شورو په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي د پاكستان د ھغه دريځ پخلې وكړو چې افغان خاوره د پاكستان په ضد ترهګرۍ لپاره بايد استعمال نشي۔ ده ووئيل كه سفارتکاري مخ په وړاندې بوتلل وي نو د دې د پېل نقطه د افغانستان لخوا دا واضح يقين دهاني پكار ده چې افغان خاوره به د پاكستان په ضد ترهګرۍ لپاره نه اوستعمالېږي۔ وياند زور راوړو چې افغانان د پاكستانيانو وروڼه دي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه ژور اولسي روابط موجود دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب طاهر حسين اندرابي د پاکستان او افغانستان ترمېنځه مفاهمت ته وده وركولو كښې د چين د ګټور كردار ستائنه وكړه ۔ ده ووئيل چې پاکستان سيمه ايز امن او مرستې ته وده وركولو لپاره به چين سره نزدې مرسته دوام داره ساتي۔ ده ووئيل د افغانستان په حواله زمونږ مصروفيات جاري دي او د دې مسئلې ساده حل دا دې چې افغان ډله د نړيوال قانون له مخې د خپلو لوظونو پالنه وكړي۔










