ايران سره تجارت او اقتصادي همكارۍ كښې د پېشرفت انحصار په تهران لګولې شوې نړيوالو بنديزونو كښې نرمۍ سره تړلے دے۔ د خارجه دفتر وياند

  اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) پاکستان د ايران او امريکې ترمېنځه د لوړې كچې په جاري تکنيکي مذاکراتو د دې اميد څرګندونه كولو سره ووئيل چې ايران سره تجارت او اقتصادي همكارۍ كښې د پېشرفت انحصار په تهران لګولې شوې نړيوالو بنديزونو كښې نرمۍ سره تړلے دے۔ د شورو په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي ووئيل ايران لپاره په …

 

اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) پاکستان د ايران او امريکې ترمېنځه د لوړې كچې په جاري تکنيکي مذاکراتو د دې اميد څرګندونه كولو سره ووئيل چې ايران سره تجارت او اقتصادي همكارۍ كښې د پېشرفت انحصار په تهران لګولې شوې نړيوالو بنديزونو كښې نرمۍ سره تړلے دے۔ د شورو په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي ووئيل ايران لپاره په بندېزونو كښې د نرمۍ لاره په برګن سټاك كحئ د شوې مذاكراتو د لارې د وړاندې نه پېل شوې ده ٬ وياند دا عمل يو مثبت پېشرفت ګرځولو سره د دې اميد څرګندونه وكړه مذاكرات مخ په وړاندې تل سره به ګټورې نتيجې رامخې ته شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل چې د ايران او امريکې ترمېنځه په تکنيکي كچه مذاکراتو كښې عارضي وقفه راغلے ده خو دا خبرې به راتلونكې اوونے كښې بيا پېل شي۔ ده ووئيل د دواړو ډلو ترمېنځه مذاكرات جاري پاتې كېدل خپله د ډاډ وړ يو علامت دے ۔ ده ووئيل دا ډېر په زړه پورې پېشرفت دے چې دواړه ډلې په مذاكراتو كښې بوخت دي او د مذاكراتو په ميز موجود دي۔ د آبنائے هرمز په صورتحال تبصره كولو سره وياند ووئيل چې سفارتي هڅو كښې پېشرفت سره په تاٶ تريخوالي كښې د كمي راتلو امكان دے خو ده واضح كړه چې په دې اهم آبي لارو ښې د معمول هلو ځلو بشپړ بحالۍ كښې د آپريشنل تقاضو له امله لږ وخت لګېدې شي۔ د آبنائے هرمز کنټرول په اړه د پوښتنې په ځواب ده ووئيل چې پاکستان د خليجي مرستې کونسل (جي سي سي ) د اقداماتو ملاتړ كوي او د سيمه ايزو مسئلو په سيمه ايز حل باوري لري۔ ده د منطقې په ټولو هېوادونو د خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت د احترام په اهميت زور راوړو ۔د ايران صدر مسعود پزشکيان د پاكستان دورې په اړه خبرو كښې طاهر حسين اندرابي ووئيل د د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت٬ سرمايه كارۍ او اقتصادي مرستې ته د ودې وركولو پشمول په يو شمېر چارو تفصيلي خبرې شوې دي۔ ده ووئيل چې دوه اړخيزه اقتصادي منصوبو او په تجارتي پراختيا كښې پېشرفت به په ايران د لګېدلې بنديزونو خاتمې سره مخ په وړاندې ځي۔ ده ووئيل د ايران صدر دورې يوه اهمه نتيجه د دواړو هېوادونو لخوا امن، استحکام او د دوه اړخيزه مضبوطو اړيكو لپاره د عزم پخلې ٶ۔ ده ووئيل د ايران قيادت په پاکستان د باور څرګندونه كړې چې پاكستان ئې مننه كوي۔ ايران لپاره د 300 ارب ډالرو  د مجوزه مالياتي پيکج په اړه د پوښتنې په ځواب طاهر حسين اندرابي ووئيل چې په دې معامله سوئټزرلينډ كښې جاري په تکنيکي كچه د مذاكراتو په مهال د غور كېدو توقع ده۔ د ايران سپريم ليډر شهيد علي خامنه اي د جنازې په لمونځ كښې د پاكستان د نمائندګۍ په اړه د پوښتنې په اړه وياند ووئيل تر اوسه دا پرېكړه نه ده شوې چې د پاكستان لخوا به په دې دستوره كښې څوك ګډون كوي۔

مزید خبریں