اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د قامي اسمبلۍ غړٶ عاصمه ارباب عالمګير، عامر طلال ګوپانګ، مير پولين بلوچ، اياز علي شاه شيرازي او نوشين افتخار نه علاوه د مسلم ليګ نون سينئر نائب صدر سيد شاه محمد شاه جلا جلا ليدلي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې پارلماني غړو د 27-2026 په اولس …
وزيراعظم شهباز شريف سره د قامي اسمبلۍ غړو او د مسلم ليګ نون سينئر نائب صدر سيد شاه محمد شاه جلا جلا وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د قامي اسمبلۍ غړٶ عاصمه ارباب عالمګير، عامر طلال ګوپانګ، مير پولين بلوچ، اياز علي شاه شيرازي او نوشين افتخار نه علاوه د مسلم ليګ نون سينئر نائب صدر سيد شاه محمد شاه جلا جلا ليدلي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې پارلماني غړو د 27-2026 په اولس دوست بجټ وړاندې كولو او په منطقه كښې امن لپاره د پاکستان په موثر سفارتي کردار وزيراعظم ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ په دې موقع د اړوند حلقه جار په چارو خبرو اترو سره سره د هېواد په مجموعي و سياسي صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پبلګ افيئرز يونټ وفاقي وزير رانا مبشر اقبال او د وزيراعظم خاص مرستيال طلحه برکي هم په دې موقعې موجود وو۔










