اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې مولانا فضل الرحمن سره د اوږدې اړيكې او د احترام رشته ده٬ دوي سره په تخليه كښې شوې خبرې به عمر له راز وي۔ د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د مولانا فضل الرحمن په ايوان كښې د تقرير حواله وركولو سره وزيراعظم ووئيل چې مولانا فضل الرحمن سره زما د …
مولانا فضل الرحمن سره د اوږدې اړيكې او د احترام رشته ده٬ دوي سره په تخليه كښې شوې خبرې به عمر له راز وي۔ وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې مولانا فضل الرحمن سره د اوږدې اړيكې او د احترام رشته ده٬ دوي سره په تخليه كښې شوې خبرې به عمر له راز وي۔ د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د مولانا فضل الرحمن په ايوان كښې د تقرير حواله وركولو سره وزيراعظم ووئيل چې مولانا فضل الرحمن سره زما د اوږدې مودې اړيكې دي٬ زما او د مولانا فضل الرحمان ترمېنځه په تخليه كښې چې كومې خبرې شوې ھغه به تر قيامته راز وي۔ د دې نه وړاندې چې وزيراعظم ايوان ته راورسېد نو غړو مېزونه ډبولو سره د دوي هركلے وكړو٬ وزيراعظم نېغ د اپوزيشن چوكو له لاړ او اپوزيشن ليډر محمود خان اچکزئي، ګوهر علي خان، مولانا فضل الرحمن، لطيف کھوسه او د حميد حسېن پشمول په وړومبني رو كښې موجود اپوزيشن غړو سره ئې مصافحه وكړه۔ وزيراع ګهړۍ شبيه مولانا فضل الرحمن خبرې هم وكړې او د دې نه وروسته په ايوان كښې د مولانا فضل الرحمن لخوا د پورته كړې شوې ځينو نكاتو په ځواب كښې ئې ووئيل مولانا فضل الرحمن سره زه ښې اړيكې لرم او ھغوي سره زما د احترام رشته ده٬ ما ئې تقرير اورېدلې٬ زما اكثرت مولانا فضل الرحمن سره ملاقات كېږي۔ د دې نه پس مولانا فضل الرحمن په خندا ووئيل چې وزيراعظم چې د كومې مينې څرګندونه كړې ده زه د ھغې هركلې كوم٬ كه په نتهائۍ كښې شوې خبرې ھغوي پبلك كول غواړي نو زه به نه خفه كېږم٬ په دې وزيراعظم ووئېل چې زه د مولانا فضل الرحمن وړاندېز به د ھغوي د فراخ دلي په بنياد نه قبولوم ځكه چې دې سره به معاملے اوږدې شي٬ بلاول بھټو زرداري هم وزيراعظم سره د ھغوي په چوكۍ مصافحه وكړه








