اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) په افغانستان كښې د ترهګرو د نېټ وركس په ضد د پاكستان آپريشن "غضب اللحق" ته په نړيواله كچه ډاډګيرنه ترلاسه كېږي٬ پاکستان په افغانستان كښې د ترهګرو خوندي پټنځايونه او عسكري تنصيبات په كاميابۍ سره په نښه كوي٬ د امريكې نوموړې مجلې "دي ډپلوميټ" د افغان طالبانو او فتنه الخوارج په ضد د پاکستان د بهترين آپريشنل لائحې ستائنه كړې ده٬ …
پاکستان په افغانستان كښې د ترهګرو خوندي پټنځايونه او عسكري تنصيبات په كاميابۍ سره په نښه كوي۔ د امريكې مجله

مزید خبریں
اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) په افغانستان كښې د ترهګرو د نېټ وركس په ضد د پاكستان آپريشن “غضب اللحق” ته په نړيواله كچه ډاډګيرنه ترلاسه كېږي٬ پاکستان په افغانستان كښې د ترهګرو خوندي پټنځايونه او عسكري تنصيبات په كاميابۍ سره په نښه كوي٬ د امريكې نوموړې مجلې “دي ډپلوميټ” د افغان طالبانو او فتنه الخوارج په ضد د پاکستان د بهترين آپريشنل لائحې ستائنه كړې ده٬ د دي ډپلوميټ له مخئ په افغانستان كښې د موجود ترهګرو نيټ ورکس په ضد د پاکستان كمپائن اولس يو نوي پړاٶ كښې داخل شوے دے٬ په تېرو څو مياشتو كښې پاکستان نه يوازې د ترهګرو نيټ ورکس بلكې د دي د سهولت كارو په ضد ګېره تنګه كړې ده٬ د آپريشن غضب اللحق مقصد د پاک افغان په پوله ايزو سيمو كښې د موجود ترهګرو نيټ ورکس کمزورې كول دي٬ فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان افغان خاورې څخه مسلسل پاکستان كښې د ترهګرۍ كارروائۍ كوي٬ د افغان طالبانو کمانډر ملا محمد زئي اخوند په قندھار كښې د فتنه الخوارج د تربيي د چارو او لاجسټکس نګراني كړې ده۔ د نړيوال تھنك ټينکس له مخې آپريشن غضب اللحق فتنه الخوارج ته ترلاسه د افغان طالبان د پټې مرستې لاره نيول او د ترهګرو په ضد اهمه لائحه ګرځولې شوه ده۔ آپريشن غضب اللحق نه وروسته په پاكستان كښې د ترهګرۍ پېښو كښې كمې راغلې دې كوم چې د دې اپرېشن د كاميابۍ واضح ثبوت دے











