مخ په وړاندې تګ لپاره ماضي سمول ضروري ده٬ كوم هم ګوند يو فرد په خواهشاتو نشي چلېدې۔ خواجه محمد آصف

  اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي چې مخ په وړاندې تګ لپاره ماضي سمول ضروري ده٬ كوم هم ګوند يو فرد په خواهشاتو نشي چلېدې۔ د شورو په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د خبرو په مهال د دفاع وزير ووئيل د پيپلز ګوند او مسلم ليګ (ن) ترمېنځه په ماضي كښې اختلافات او د محاذ آرائۍ تاريخ ٶ٬ بيا …

 

اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي چې مخ په وړاندې تګ لپاره ماضي سمول ضروري ده٬ كوم هم ګوند يو فرد په خواهشاتو نشي چلېدې۔ د شورو په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د خبرو په مهال د دفاع وزير ووئيل د پيپلز ګوند او مسلم ليګ (ن) ترمېنځه په ماضي كښې اختلافات او د محاذ آرائۍ تاريخ ٶ٬ بيا دواړو ګوندونو احساس وكړو چې جمهوريت او جمهوري اقدارو ته وده وركولو لپاره مونږ له يوه تګلاره خپلول پكار ده او د دې جذبې له مخئ په ميثاق جمهوريت لاسليك شوې۔ ده ووئيل ماضي درست کول ضروري ده٬ ټولو ګوندونو له په چارټر آف ډيمو کريسي لاسليك كول پكار دے او كه چې كمې وي ھغه هم په دې كښې شاملولو سره په دې عمل پكار دے خو ولې دې سره سره دا هم بايد هېر نه كړې شي چې په ماضي كښې څه څه شوي٬ په دې ايوان كښې په 30 دقيقو كښې 56 قوانين منظور شوي٬ د سپيكر كرسۍ ايوان ماتولو لپاره كارولې شو٬ د انصاف او مساواتو مطالبه كولو لپاره د ماضي غلطۍ درست كول ضروري دي

مزید خبریں