په ښو كارونو كښې حكومت سره همكارۍ له چمتو يو۔ د محمود خان اچكزئۍ په قامي اسمبلۍ كښې څرګندونه

  اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر محمود خان اچکزئۍ وئيلي دي چې په ښو كارونو كښې حكومت سره همكارۍ له چمتو يو٬ آزاده عدليه او آزاده ميډيا هېواد لپاره ضروري ده۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته ده ووئيل پرون چې كله مونږ واك آٶټ كولو نه سپيكر خپلو خبرو كښې زما د چمن تقرير حواله …

 

اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر محمود خان اچکزئۍ وئيلي دي چې په ښو كارونو كښې حكومت سره همكارۍ له چمتو يو٬ آزاده عدليه او آزاده ميډيا هېواد لپاره ضروري ده۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته ده ووئيل پرون چې كله مونږ واك آٶټ كولو نه سپيكر خپلو خبرو كښې زما د چمن تقرير حواله وركړه كوم چې ما په پښتو ژبه كړې ٶ او ما وئيلي ٶ چې څه كول دې مونږ له خپله كول دي٬ ما وئيلي ٶ چې هره كورنۍ دې يو كس ما راكړي دغسې چې مونږ خپلې پرېكړې پخپله وكړئ شو٬ ده ووئيل چې د قرآن کريم د آيت ترجمه دې چې د نېكۍ په كارونو كښې مرسته او په ګناه او بدۍ (دښمنۍ) كښې مرسته مه كوئ٬ حكومت چې كوم د خېر كارونه كوي مونږ به ئې معاونت كوٶ خو كه د خلقو په ضد ظلم كېږي نو مونږ به ئې مخالفت كوٶ۔ محمود خان اچکزئۍ ووئيل عدليه سره د مينې تقاضا ده چې په ايوان كښې قرارداد وړاندې كړې شي د مارشل لاګانو په مهال چې كومو ججانو جمهوريت لپاره استعفا وركړې ھغوي دې قامي اتلان وګرځولے شي چې چا د خپلو ماشومانو د خلې نوړۍ پرې كولو سره هېواد او جمهوريت لپاره قربانۍ وركړې دي دغسې چې كومو ماشومانو په اېم آر ډي كښې ګولۍ په سينو خوړلې او شهيدان شوي په ايوان كښې دې قرارداد وړاندې كولو سره ھغوي هم قامي هېروز وګرځولې شي۔ ده ووئيل افغانستان٬هند او چين زمونږ ګاٶنډي هېوادونه دي٬ مونږ ګاونډيا نشو بدلولې٬ افغانستان يو آزاد هېواد دے  او كوم د كوم عسكري لښكر خبره نه ده كړې۔ ده ووئيل چې مونږ په آئين كښې د اتم بدلون له مخې 58 ټوبي چېلنج كړې ٶ٬ زمونږ دا موقف ٶ چې آزاد پرېس او آزاده عدليه پاكستان لپاره ضروري ده۔ ده زياته كړه چې كوم ماشومان او سپين ګيري چې په زندانونو كښې دي ھغوي دې د پارلماني قرارداد يا د ايګزيکټوآرډر د لارې خوشې كړئ شي

مزید خبریں