د مالي كال 25-2024 او  د کال 26-2025 لپاره د ريګولر او ټيكنيكل ضمني ګرانټس غېر تصويبي خرڅونو تفصيل قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړی شو

  اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) د مالي كال 25-2024 او د کال 26-2025 لپاره د ريګولر او ټيكنيكل ضمني ګرانټس غېر تصويبي خرڅونو تفصيل قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړی شوې ۔د شورو په ورځ د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب قامي اسمبلۍ كښې د عام بحث لپاره دا ريګولر او ټيكنيكل ضمني ګرانټس وړاندې كړل٬دغسې هغه د جمهوري پاكستان آئين آرټيكل 82 شق (I) ترمخه د …

 

اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) د مالي كال 25-2024 او د کال 26-2025 لپاره د ريګولر او ټيكنيكل ضمني ګرانټس غېر تصويبي خرڅونو تفصيل قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړی شوې ۔د شورو په ورځ د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب قامي اسمبلۍ كښې د عام بحث لپاره دا ريګولر او ټيكنيكل ضمني ګرانټس وړاندې كړل٬دغسې هغه د جمهوري پاكستان آئين آرټيكل 82 شق (I) ترمخه د مالي كال 2024-2025 او د کال 2025-2026  ريګولر او ټيكنيكل ضمني ګرانټس كښې څرګند كړې شوې غېر تصويبي خرڅونه بحث لپاره وړاندې كړل چې له مخې يې 2024-2025 لپاره د صدر عمله خانه داري او الاؤنسز لپاره 20 كروړه 80 لكه٬د هېواد قرضو وركولو لپاره 2603 اربه 86 كروړه 47 لكه روپۍ شامل دي كوم چې په مجموعي توګه 2024-2025 كال لپاره 2644 ارب 58 كروړه 53 لكه څخه زياتې جوړيږي دغسې 2026-2025 لپاره د هېواد د قرضو وركولو په لړ كښې 12642 اربه 82 كروړ 57 لكه روپۍ٬د اليكشن لپاره 45 كروړ 59 لكه 84 زره او د وفاقي آئيني عدالت پاكستان لپاره 2 ارب 25 كروړ روپۍ مطالبات زر شامل دي

مزید خبریں