د ايران صدر ډاکټر مسعود پزشکيان اسلام آباد ته راورسېد، صدر، وزيراعظم ، نائب وزيراعظم، وزيرانو او اعليٰ چارواكو د ايران صدر تود هركلے وكړو

  اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د ايران صدر ډاکټر مسعود پزشکيان اسلام آباد ته راورسېدو٬ د نهې په ورځ صدر مملکت آصف علي زرداري او وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران صدر ډاکټر مسعود پزشکيان په نورخان هوائي مېدان د تود هركلے وكړو٬ په دې موقع نائب وزيراعظم و خارجه وزيرسينيټر محمد اسحاق ډار، وفاقي وزير محسن نقوي، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ …

 

اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د ايران صدر ډاکټر مسعود پزشکيان اسلام آباد ته راورسېدو٬ د نهې په ورځ صدر مملکت آصف علي زرداري او وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران صدر ډاکټر مسعود پزشکيان په نورخان هوائي مېدان د تود هركلے وكړو٬ په دې موقع نائب وزيراعظم و خارجه وزيرسينيټر محمد اسحاق ډار، وفاقي وزير محسن نقوي، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ او نور اعليٰ چارواكي هم موقع موجود وو٬ د ايران خارجه وزير عباس عراقچي او د ايران د لوړې كچې پلاوې هم صدر مسعود پزشکيان سره دے٬ د ايران صدر ډاکټر مسعود پزشکيان په ايئر پورټ په زړه پوری  هركلے وشو، په دې موقع صدر پزيشكيان ته د 21 توپو سلامي و كړې شوه او د پاك فضائه  کے جے ايف 17 جنګي الوتكو هم سلامي وراندې كړه٬ په دې موقع په روايتي لباس كښې ماشومانو صدر مسعود پزشکيان ته د ګلونو ډالۍ وړاندې كړې او د پاکستان او ايران بېرغ په لاسو کښی ولاړو ماشومانو د ايران صدر هرےكلے وكړو٬ صدر مسعود پزشکيان په  لاس خوزولو د ماشومانو د هركلي د نعرو ځواب وركړو۔