اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې اپوزيشن ليډر او پښتونخوا ملي عوامي پارټي مشر محمود خان اچکزئي هېواد د بحرانونو څخه وېستلو،د آئين بر لاسی او د قامي ادارو مستحکمولو لپاره وزيراعظم شهباز شريف او حکومت له د غير مشروط مرستي باور وركړې۔ قامي اسمبلۍ كښې د بجټ غونډي په مهال ځبله خطاب کښی ده په ډاګه كړه چې د هېواد پرمختګ،سوكالۍ او امن لپاره …
محمود خان اچکزئي د هېواد، آئين او ادارو استحکام لپاره حکومت له د غير مشروط مرستي باور وركړو
اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې اپوزيشن ليډر او پښتونخوا ملي عوامي پارټي مشر محمود خان اچکزئي هېواد د بحرانونو څخه وېستلو،د آئين بر لاسی او د قامي ادارو مستحکمولو لپاره وزيراعظم شهباز شريف او حکومت له د غير مشروط مرستي باور وركړې۔ قامي اسمبلۍ كښې د بجټ غونډي په مهال ځبله خطاب کښی ده په ډاګه كړه چې د هېواد پرمختګ،سوكالۍ او امن لپاره اپوزيشن د حکومت سره ولاړ دے۔محمود خان اچکزئي وزيراعظم شهباز شريف مخاطب کولو سره په ښكاره الفاظو ووئيل د هېواد او پارلمان قوي كولو لپاره هر ممكن مرستي له چمتو يو۔ ده اعلان وكړو چې د دې هاؤس (پارليمنټ) طاقت او پاکستان لپاره چې څه مرستي پكار وي، زمونږ د اړخه هغه مرسته به غير مشروط وي،مونږ ته نه روپۍ پكار دي او نه پرمټ، تاسو بسم الله وكړئ او پارليمنټ قوي كړئ۔ اپوزيشن ليډر د وزيراعظم شهباز شريف تير بيان چې “پاکستان وي نو مونږ به يو ” 100 فيصده تائيد کولو سره ووئيل دا خبره سمه ده۔ده ووئيل پاکستان د آسمان څخه راړوند څه څيز نه دے بلکه پاکستان نوم دے د بلوچستان، پښتونخوا، سندھ، سرائيکي سيمي، پنجاب او کشمير ، كله چې په دې ټولو سيمو كښې سوكالي، امن و امان او انصاف وي نو پاکستان به قوي وي۔










