وفاقي وزير انجينئر امير مقام د فاټا په اولس د نوي ټيكسونو د نفاذ مخالفت وكړو

  اسلام آباد 23 جون  (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان و سيفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام د فاټا په اولس د نوي ټيكسونو د نفاذ مخالفت کولو سره غوښتنه وكړه چې دا پريكړه دې بيرته واخستلې شي او وړاندې دې دغه سيمو له بنيادي سهوليات، پرمختيائي پروژې او د روزګار موقعې وركړې شي۔ د نهي په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې پرېس کنفرنس ته وينا كښې ده ووئيل …

 

اسلام آباد 23 جون  (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان و سيفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام د فاټا په اولس د نوي ټيكسونو د نفاذ مخالفت کولو سره غوښتنه وكړه چې دا پريكړه دې بيرته واخستلې شي او وړاندې دې دغه سيمو له بنيادي سهوليات، پرمختيائي پروژې او د روزګار موقعې وركړې شي۔ د نهي په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې پرېس کنفرنس ته وينا كښې ده ووئيل د فاټا اولس وړاندې څخه د ګڼو ستونزو او محروميو سره مخ دي، په داسې حالاتو كښې نور ټيكس لګول مناسب نه دي۔ ده ووئيل د فاټا اولس تحفظات به وزيراعظم ته وړاندې كولې شي او هيله لرو چې په هغې به مثبت غور وكړې شي۔ امير مقام ووئيل د نوي ټيكسونو بار په عامو دکاندارانو او تنخواه دار طبقے پريوځي، دغسې ضم شوي سيمو كښې پرمختيائي كارونه، تعليمي و طبي سهولتونه او امن و امان صورتحال اوس هم تر مطلوبه معيار نه دې رسيدلې۔ ده ووئيل د فاټا اولس دې په احتجاج مجبور نه کړې شي او په پسمانده سيمو دې نور بار اچولو څخه ډډه وكړې شي۔ وفاقي وزير وزيراعظم او سرلښكر ته اپيل وكړو چې د فاټا اولس لپاره دې خصوصي رعايت وركړې شي۔ ده ووئيل د فاټا اولس د ټيکسونو مخالف نه بلکه د ناانصافۍ په ضد دي او ټول سياسي ګوندونه په دې معامله يو ډول دريځ لري۔ په دې موقع زاهد خان ووئيل د مالاکنډ انضمام په وخت د ټيکس نه نافذولو لوظ شوې ؤ دغسې فاټا لپاره د كلن پرمختيائي فنډز وركولو لوظونه هم په بشپړه ډول نه دي پوره شوي۔ ده ووئيل وړاندې څخه نافذ ټيکس اوس هم شته، دغسې د نورو ټيکسونو نفاذ به په هيڅ صورت قبلولې نشي