د قامي اسمبلۍ سپيکر د قومي اسمبلۍ  د فوټو ګرافۍ څانګې د يو ډي سي دانش اسلم د پلار په مړينه غمرازي وكړه

  اسلام آباد 23 جون  (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د قومي اسمبلۍ  د فوټو ګرافۍ څانګې د يو ډي سي دانش اسلم د پلار پخواني سينئر  (ر) سکيورټي اسسټنټ محمد اسلم په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه۔ د نهي په ورځ د غمرازۍ پخپل پيغام كښې ده محمد دانش اسلم او د هغه د كورنۍ په نوم جاري د غمرازۍ پيغام كښې هغوي …

 

اسلام آباد 23 جون  (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د قومي اسمبلۍ  د فوټو ګرافۍ څانګې د يو ډي سي دانش اسلم د پلار پخواني سينئر  (ر) سکيورټي اسسټنټ محمد اسلم په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه۔ د نهي په ورځ د غمرازۍ پخپل پيغام كښې ده محمد دانش اسلم او د هغه د كورنۍ په نوم جاري د غمرازۍ پيغام كښې هغوي سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ ده د ارواښاد محمد اسلم په قامي اسمبلۍ كښې خذماتو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ ده ووئيل ارواښاد د مړيني خبر اوريدلو سره دړديدلي يو۔ ده ووئيل په دې سخت وخت كښې د غمژني كورنۍ په غم كښې شريك يو۔ د قامي اسمبلۍ سپيکر دعا اوكړه چې لوے څښتن دے اروښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمژني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔