اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د وزيراعظم قامي ورثه او كلتوري لپاره خاص مرستيال حذيفه رحمان د امريکې د نائب صدر جے ډي وينس لخوا د فيلډ مارشل سيد عاصم منير ستائنه د ټول قام لپاره د فخر سبب ګرځولو سره ووئيل چې دا د پاکستان د زيات شوي نړيوال عزت او سيمه ايزې وده كښې د مثبت كردار عكاسي ده۔ د پارلمان نه بهر ميډيا سره …
د امريکې د نائب صدر جے ډي وينس لخوا د فيلډ مارشل سيد عاصم منير ستائنه د ټول قام لپاره د فخر خبره ده ۔ حذيفه رحمان

مزید خبریں
اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د وزيراعظم قامي ورثه او كلتوري لپاره خاص مرستيال حذيفه رحمان د امريکې د نائب صدر جے ډي وينس لخوا د فيلډ مارشل سيد عاصم منير ستائنه د ټول قام لپاره د فخر سبب ګرځولو سره ووئيل چې دا د پاکستان د زيات شوي نړيوال عزت او سيمه ايزې وده كښې د مثبت كردار عكاسي ده۔ د پارلمان نه بهر ميډيا سره په خَبرو كښې ده ووئيل چې جے ډي وينس په ريمارکس كښې د فيلډ مارشل عاصم منير د تېرو دريو مياشتو په مهال د خپلو خبرو متاثره كن شخصيت ګرځولے دے، دا د پاکستان د قيادت او د سفارتکارۍ اعتراف دے۔ ده په دې خبره زور راوړو چې پاکستان په منطقه كښې مذاکراتو او د امن هلې ځلې مخ په وړاندې بوتللو كښې ځانګړې كردار لوبولې دے٬ په اسلام آباد كښې د مذاکراتو حواله وركولو سره ده دعويٰ وكړه چې د جے ډي وينس راتګ نه وروسته او پلاوي روانېدو نه وړاندې د 22 ساعتونو يو اهم وخت ٶ چې پكښې بشپړه سفارتي هڅې شوې۔ ده د دې اميد څرګندونه وكړه چې په پرېكنده نكاتو به پېشرفت جاري وي او د امن عمل به په كاميابۍ سره مخ په وړاندې ځي









