د سېنېټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګېلاني د ګلګت بلتستان اسمبلۍ نوي پارلماني قيادت له مباركي وركړه

  اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سينيټر سيد يوسف رضا ګيلاني د ګلګت بلتستان اسمبلۍ كښې د نوي پارلماني قيادت په انتخاب نوي منتخب سپيکر عمران نديم او ډپټي سپيکر ملك کفايت الرحمٰن له مباركي وركړېده۔ د سېنېټ چيئرمېن د مباركۍ خپل پېغام كښې ووئيل چې د عمران نديم د سپيکر او ملک کفايت الرحمٰن د دوهم سپيکر په توګه د ګلګت بلتستان اسمبلۍ منتخب …

 

اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سينيټر سيد يوسف رضا ګيلاني د ګلګت بلتستان اسمبلۍ كښې د نوي پارلماني قيادت په انتخاب نوي منتخب سپيکر عمران نديم او ډپټي سپيکر ملك کفايت الرحمٰن له مباركي وركړېده۔ د سېنېټ چيئرمېن د مباركۍ خپل پېغام كښې ووئيل چې د عمران نديم د سپيکر او ملک کفايت الرحمٰن د دوهم سپيکر په توګه د ګلګت بلتستان اسمبلۍ منتخب كېدل د جمهوري رواياتو، پارلماني اقدارو او د اولسي اعتماد  د استحکام څرګندونه ده۔ ده ووئيل چې په نوي منتخب قيادت د غړو د باور څرګندونه د دوي د صلاحيتونو، قائدانه کردار او د اولسي خدمت د عزم واضح عكاسي كوي۔ سيد يوسف رضا ګيلاني د دې اميد څرګندونه وكړه چې نوې منتخب سپيكر او دوهم سپيكر په مشرۍ كښې به د ګلګت بلتستان اولس لپاره د پرمختګ٬ سوكالۍ او بهتر طرز حكمرانۍ نوې موقعې پېدا شي۔ ده نوي منتخب قيادت لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كولو سره د دوي كاميابۍ او د منطقې پرمختګ لپاره دعا هم وكړه