قاهرہ ۔21جون (اے پی پی) نائب وزير اعظم / خارجه وزير اسحاق ډار ، د سعودي عربستان خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان ٬ دتركيه خارجه وزير هاكان فيدان او د مصر خارجه وزير ډاکټر بدرعبدالعاطی سره يو ځاې مصري صدر عبدالفتاح السيسي سره ملات وكړو۔ نائب وزیراعظم د صدرمملکت آصف علی زرداری، وزیراعظم شهباز شریف او فیلډ مارشل سید عاصم منیر لخوا صدر السيسي ته د نېكو هيلو پېغام …
نائب وزير اعظم / خارجه وزير اسحاق ډار ، د سعودي عربستان ٬ تركيه او مصر خارجه وزيرانو سره يو ځاې ٬ مصري صدر عبدالفتاح السيسي سره ملاقات وكړو

مزید خبریں
قاهرہ ۔21جون (اے پی پی) نائب وزير اعظم / خارجه وزير اسحاق ډار ، د سعودي عربستان خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان ٬ دتركيه خارجه وزير هاكان فيدان او د مصر خارجه وزير ډاکټر بدرعبدالعاطی سره يو ځاې مصري صدر عبدالفتاح السيسي سره ملات وكړو۔ نائب وزیراعظم د صدرمملکت آصف علی زرداری، وزیراعظم شهباز شریف او فیلډ مارشل سید عاصم منیر لخوا صدر السيسي ته د نېكو هيلو پېغام ورسولو او مصر سره يۍ د پاكستان د پخوانو ٬ ورورولۍ او ګڼ اړخيزه اړيكو لا مضبوطولو عزم پخلے وكړو۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم د پاکستان او مصر ترمنځه د اعلی كچې اوسنو رابطو په نتيجه كښې رامخے ته شوے پېشرفت وستائلو۔ ده د وزيراعظم شهباز شريف لخوا د پاكستان دورې بلنه خوشبينه ګرځولو سره هيله ولرله چې د دواړو هېوادونو د مشرتابه دورو تبادله به آسانتيا باوري كړې شي۔ ملاقات كښی په منطقه كښې په بدلېدونكې وضعه او د سفارتي تړون لا زياتولو په اهميت د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د مصر صدر د خپل پاكستان همڅنګ آصف علي زرداري او پاكستاني قيادت لخوا د نېكو هيلو ځواب د خېر سګالۍ جذباتو سره وكړو۔ ده په سيمه كښې مذاكراتو ته وده وكرولو ٬ تاؤ تريخوالې كمولو او سفارتي رابطو لپارهد پاكستان د رغنده كردار ستائنه وكړه۔ دا ملاقات په زيات زړه پورې چاپېريال كښې وشو كوم چې د شريك هېوادونو ترمنځه د نزدې ملګرتيا او متقابل احترام عكاسي كوي۔







