وزيراعظم شهباز شريف فيلډ مارشل عاصم منېر سره سوئټزر لېنډ ته روان شو

اسلام آباد۔21جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف چیف آف آرمی اسټاف و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر سره په’ اسلام آباد مفاهمتی يادښت ‘‘  عملدرآمد سره اړوندو د امريكا ايران اعلی كچې مذاكراتو كښې ګډون لپاره برګن اسټاک، سوئټزرلېنډ ته روان شوے دے۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې مذاكراتو كښې به د اسلامی جمهوریه …

اسلام آباد۔21جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف چیف آف آرمی اسټاف و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر سره په’ اسلام آباد مفاهمتی يادښت ‘‘  عملدرآمد سره اړوندو د امريكا ايران اعلی كچې مذاكراتو كښې ګډون لپاره برګن اسټاک، سوئټزرلېنډ ته روان شوے دے۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې مذاكراتو كښې به د اسلامی جمهوریه ایران، قطر او امريكا د اعلی كچې پلاوي ګډون كوي۔ دا مذاكرات په 17 جون 2026 د اسلام آباد مفاهمتی یادښت لاس ليك كېدو څخه وروستو اولنۍ باضابطه رابطه ده۔ د مذاكراتو په موقعه به وزيراعظم د ايران ٬قطر٬ سوئټزرلېنډ او امريكا پلاوي سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي په كومو كښې به چې د پاكستان د مكالمې ٬ سيمه ايز استحكام او تلپاتي امن لپاره د غېر متزلزل عزم پخلے كولے شي۔ ددې بحران په مهال د پاكستان د سهولت كار كردار ددې اصولي ٬ متوازن او تعمير چلند رامخے ته كړے دے۔ په دې كښې د امريكا او ايران ترمينځه د ابتدائي مذاكراتو كوربتوب او پرله پسې سفارتي رابطې شاملې دي كومی چې په آخر كښې د اسلام آباد مفاهمتي يادښت په صورت كښې رامخې ته شوې۔

مزید خبریں