اسلام آباد۔20جون (اے پی پی) د اطلاعاتو وفاقي وزير عطا تارړ د سینئر اېنکر پرسن کرن آفتاب د پلار په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د خالي په ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښی وفاقي وزير غمجنې كورنۍ او په خاص توګه كرن آفتاب سره خواخوږي او غمرازي ښكاره كولو سره ووئيل د پلار سېورے د ژوند يو لوے نعمت وي او ددې له لاسه تلل …
وفاقي وزير عطا تارړ د سینئر اېنکر پرسن کرن آفتاب د پلار په مړينه خواشيني اوښودله
اسلام آباد۔20جون (اے پی پی) د اطلاعاتو وفاقي وزير عطا تارړ د سینئر اېنکر پرسن کرن آفتاب د پلار په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د خالي په ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښی وفاقي وزير غمجنې كورنۍ او په خاص توګه كرن آفتاب سره خواخوږي او غمرازي ښكاره كولو سره ووئيل د پلار سېورے د ژوند يو لوے نعمت وي او ددې له لاسه تلل يو نه ترسره كېدونكے زيان دے۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔(اے پي پي وا ٢١٥٠)









