هنرمند ځوان معاشي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كولے شي: سيد يوسف رضا ګيلاني

ملتان۔ 20 جون (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی وئيلي دي په نني دور كښې زده كړې او هنر لازم او ملزوم دي ، هنرمند وګړي د نړيوالو معاشي كاميابو اصل محرك دي ، هنرمند ځوانان معاشي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كولے شي٬ تعليمي سندونو سره سره پېشه ور عملي پوهه هم ضروري ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ دلته د …

ملتان۔ 20 جون (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی وئيلي دي په نني دور كښې زده كړې او هنر لازم او ملزوم دي ، هنرمند وګړي د نړيوالو معاشي كاميابو اصل محرك دي ، هنرمند ځوانان معاشي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كولے شي٬ تعليمي سندونو سره سره پېشه ور عملي پوهه هم ضروري ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ دلته د کالج آف ټورازم اېنډ هوټل مېنجمنټ کانووکېشن دستورې ته خطاب كښی وكړه۔ ده ووئيل په نړۍ كښې داسې هېوادونه شته چرته چې وسائل نشته او هغه په سېلګرۍ ژوندي دي۔ ده ووئيل ځوان كول پاكستا كښې د سېلګرۍ څانګه مخ په وړاندې بوتللو سره معاشي پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كولې شي۔ ده ووئيل سرعت سره پرمختګ لپاره د ځوانانو هنرمند كېدل ضروري دي۔ ده ووئيل تېرو ورځو كښې زما د اطاليا سفير سره ملاقات وشو هغه ووئيل 10 نيم زره هنرمند پاكستانيانو ته ملازمتونه وركولو له چمتو يو ٬ دغسې اروپا ٬ امريكا او نور هېوادونه هم هنرمند پاكستانيان تلاش كوي۔ دې څخه وړاندې د کالج آف ټورازم اېنډ هوټل مېنجمنټ سی ای او احمد شفیق او د کالج آف ټورازم اېنډ هوټل مېنجمنټ اي ډي وقاص رضا هم كانووكېشن ته خطاب وكړو۔د دستورې په پايه كښې فراغت ترلاسه كوونكو زده كوونكو ته سندونه او انعامونه وركړې شول۔