نائب وزيراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار مصر ته روان شو

اسلام آباد۔20جون(اے پی پی) نائب وزیرِ اعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار اسلام آباد څخه د مصر پلازمينې قاهره ته روان شو چرته به چې هغه دپاكستان ٬ سعودي عربستان ٬ تركيه او مصر خارجه وزيرانو آر فور ګروپ څلورمه غونډه كښې ګډون كوي۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د غونډې په موقعه به نائب وزیراعظم د ګډون كوونكو هېوادونو خارجه وزيرانو سره دوه اړخيزه …

اسلام آباد۔20جون(اے پی پی) نائب وزیرِ اعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار اسلام آباد څخه د مصر پلازمينې قاهره ته روان شو چرته به چې هغه دپاكستان ٬ سعودي عربستان ٬ تركيه او مصر خارجه وزيرانو آر فور ګروپ څلورمه غونډه كښې ګډون كوي۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د غونډې په موقعه به نائب وزیراعظم د ګډون كوونكو هېوادونو خارجه وزيرانو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي۔ دې سره سره نائب وزيراعظم به مصري صدر عبد الفتاح السيسي سره ملاقات هم كوي۔