اسلام آباد۔20جون(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار سره د ازبكستان خارجه وزري بختيار سعيدوف ټېلېفوني تماس ونيولو۔ خارجه وزير بختیار سعیدوف د خپل صدر او له خپل اړخه نائب وزيراعظم اسحاق ډار ته د اسلام آباد مفاهمتي يادښت په لاس ليك كېدو مباركي وركړه۔ ده ددې عمل په ممكن كولو كښې د پاكستاني وزير اعظم شهباز شريف ٬ ناب وزيراعظم اسحاق ډار او د چيف آف …
نائب وزيراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار سره د ازبكستان خارجه وزير بختيار سعيدوف ټيلېفوني خبرې
اسلام آباد۔20جون(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار سره د ازبكستان خارجه وزري بختيار سعيدوف ټېلېفوني تماس ونيولو۔ خارجه وزير بختیار سعیدوف د خپل صدر او له خپل اړخه نائب وزيراعظم اسحاق ډار ته د اسلام آباد مفاهمتي يادښت په لاس ليك كېدو مباركي وركړه۔ ده ددې عمل په ممكن كولو كښې د پاكستاني وزير اعظم شهباز شريف ٬ ناب وزيراعظم اسحاق ډار او د چيف آف ډيفنس فورسز سيد عاصم منېر تعميري كردار او مشرتابه وستائله۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې ده دثالث په توګه د پاكستان هڅو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره نړيوال امن ته وده وركولو او سيمه ايز امن او استحكام په ځائې كولو كښې د پاكستان د مهم كردار اعتراف وكړو۔ دواړو لارښودو هيله څرګنده كړه چې ترلاسه شوې پېشرفت به راروان پړاؤ كښې هم مخ په وړاندے بوتللے شي كوم به چې منطقه او دې څخه بهر تلپاتي امن ٬ استحكام او سوكالۍ ته وده وركولو كښې مرستياله ثابت شي۔ دواړو لارښودو د شريكې خوښې په چارو يو بل سره نزدې رابطه كښې په پاتې كېدو اتفاق وكړو۔









