د وزيراعظم شهباز شريف د بنو چاؤدنې پېښه وغندله ٬ د قيمتي ځانونو په زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه

اسلام آباد۔20جون(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د بنو چاؤدنې پېښه په سختو ټكو غندلو سره ددې په نتيجه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په چاؤدنه كښې شهيد شوو لپاره د لوړو درجو ٬ غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم او ژوبل …

اسلام آباد۔20جون(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د بنو چاؤدنې پېښه په سختو ټكو غندلو سره ددې په نتيجه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په چاؤدنه كښې شهيد شوو لپاره د لوړو درجو ٬ غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم او ژوبل شوو لپاره د زر روغتيا دعا وكړه۔ وزيراعظم اړوندو چارواكو ته ژوبل شويو لپاره د هر ډول ممكنه طبي آسانيو باوري كولو او د پېښې فوري پلټنيو كولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل ترهګري د انسانيت ٬ او د پاكستان د امن او استحكام خلاف يو ناوړه سازش دے٬ دا ډول بزدلانه كارروايۍ د قوم عزم هېڅكه كمزورې كولې نه شي۔ وزیراعظم ووئيل ترهګرو او د هغوي سهولت كارو ته به د قانون له مخې سخته سزا وركولې شي٬ رياست د ترهګرۍ نوغې ويستلو عزم لري۔ ده ووئيل د شهيدانو سترې قربانۍ د ټول قام امانت دي ٬ د دوئي وينه به بې ځايه نه ځي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ ناسور تر  ختمولو له به زمونږ كارروايۍ روانې وي۔