پاكستان نړۍ سره په ګډه د بې كوره شوو وګړو لوړ عزم ٬ مضبوطې حوصلې او ځانګړې جذبې ته پېرزوئنې وړاندې كوي: د وزيراعظم شهباز شريف د كډوالو نړيوالې ورځې په موقع پېغام

اسلام آباد۔20جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د بېلو سببونو د لاسه د خپل كور وطن په پرېښودلو د مجبور شوو وګړو تحفظ او بحالي باوري كول ګډه ذمه واري كولو سره وئيلي دي پاکستان نړۍ سره خپل غږ شاملولو سره د بې كوره او په كډه كولو د مجبور كړې شوې وګړو لوړ عزم ٬ مضبوطې حوصلې او ځانګړې جذبې ته پېرزوئنې وړاندې كوي ، مونږ د بشري خواخوږۍ …

اسلام آباد۔20جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د بېلو سببونو د لاسه د خپل كور وطن په پرېښودلو د مجبور شوو وګړو تحفظ او بحالي باوري كول ګډه ذمه واري كولو سره وئيلي دي پاکستان نړۍ سره خپل غږ شاملولو سره د بې كوره او په كډه كولو د مجبور كړې شوې وګړو لوړ عزم ٬ مضبوطې حوصلې او ځانګړې جذبې ته پېرزوئنې وړاندې كوي ، مونږ د بشري خواخوږۍ عزم عملي څرګندونه نزدې تر نيمې پیړۍ كړې ده ،  د افغان وګړو عزت سره بېرته تلل او ددوئي تلپاتې بحالۍ له سوليز ٬ مستحكم او په معاشي توګه مضبوط افغانستان ضروري دے٬ كډوالو ته د سهارې وركوونكو هېوادونو په مسئلو هم بايد ځان پوهه كړې شي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا د كډوالو نړيوالې و رځې په موقع خپل پېغام كښی وزيراعظم وويل سږ كال دا نړيوال ورځ ( تر كومې چې ټول محفوظ شي)  سرخط لاندې لمانځلې شي۔ دا موضوع دا حقيقت په ډاګه كوي چې تحفظ يو بنيادي بشري حق دے۔ دا عنوان نړۍ ته يادوي چې د بېلو سببونو د لاسه د خپل كور او وطن پرېښودونكو تحفظ او د هغوي بحالي زمونږ ګډه ذمه واري ده۔ ده ووئيل كال  1979ء څخه وروستو د لكھونو په شمېر افغان شخړو او ناامنۍ څخه بچ كېدو لپاره پاكستان ته راغلل او پاكستان د هغوي د زړه له كومي مېلمستيا وكړه۔ افغان نسلونو دلته د عزت ژوند تېر كړو۔ ستمبر 2023ء څخه د افغان كډوالو دمه په دمه پاكستان څخه د بېرته تللو عمل پېل شو۔ تر دې دمه 24 لکه زيات افغان وګړي خپل وطن ته بېرته تلي دي۔ ده ووئيل د افغان وګړو عزت سره بېرته تللو او د هغوي تلپاتې بحالۍ له يو سولييز ٬ مستحكم او په معاشي توګه مضبوط افغانستان ضروري دے۔ ده ووئيل راځۍ په ګډه دا خبره باوري كړو چې د هر يو بې كوره او بې وطنه وګړي سباؤن دائمي جلاوطني نه بلكې هيلې ٬ امن او خپل كور ته حفاظت سره له بېرته تللو عبارت دے۔