د وزيراعظم شهباز شريف سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاد بن سلمان سره ټېلېفوني خبرې

اسلام آباد۔19جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف او د سعودی عربستان ولي عهد او وزيراعظم شهزادہ بن سلمان بن عبدالعزیز د ايران او امريكا ترمينځه د مذاكرات راروان پړاؤ په ښه ډول مخ په وړاندې بوتلل باوري كولو او مسئلې د خبرو اترو او سفارتكارۍ دلارې په حل كولو اتفاق كولو سره په دې خبر زور راوړے دے چې د مذاكراتي عمل سبوتاژ كوونكي كومې هم هڅې خلاف به بېدار …

اسلام آباد۔19جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف او د سعودی عربستان ولي عهد او وزيراعظم شهزادہ بن سلمان بن عبدالعزیز د ايران او امريكا ترمينځه د مذاكرات راروان پړاؤ په ښه ډول مخ په وړاندې بوتلل باوري كولو او مسئلې د خبرو اترو او سفارتكارۍ دلارې په حل كولو اتفاق كولو سره په دې خبر زور راوړے دے چې د مذاكراتي عمل سبوتاژ كوونكي كومې هم هڅې خلاف به بېدار پاتې كېدل وي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده بن سلمان سره ټېلېفوني خبرې وكړې۔ وزيراعظم سعودي ولي عهد ته د تاريخي’’اسلام آباد امن لوظنامې‘‘  په لاس ليك كېدو مباركي وركړه او په پرله پسې ملاتړ او مرسته كولو يۍ د هغه مننه وكړه۔ ولی عهد وزیراعظم ته مباركي وركولو سره د فيلډ مارشل د نه ستړې كېدونكو هڅو ستائنه وكړه د كومو په نتيجه كښې چې دا لوظنامه لاس ليك شوه۔ وزيراعظم د پاكستان او سعودي په دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندونه كولو وويل دواړه هېوادونه د ولي عهد په مشرۍ كښی بشپړ اقتصادي پېكېج ته حتمي شكل وركولو سره په دې لاس ليك كولو له چمتو دي۔ ده يو وارې بيا سعودي ولي عهد ته د پاكستان دورې كولو بلنه  وركړه۔ دواړو لارښودو رابطه كښی په پاتې كېدو او نزدې مشاورت كولو اتفاق هم وكړو

مزید خبریں