د وزيراعظم شهباز شریف د پټرول بیه کښې 74 روپۍ او د ډیزل بیه كښې 67 روپۍ فی لیټر کمښت اعلان

اسلام آباد۔19جون(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شریف د پټرول په بیه کښې د 74 روپۍ او د ډیزل په بیه كښې 67 روپۍ فی لیټر کمښت اعلان كولو سره وئيلي دي چې اولس ته زيات نه زيات ريليف وركولو ته حكومت تر ټولو لومړۍ پاملرنه كوي ، قام سره مې چې كوم لوظ كړے و د پروردګار په فضل هغه ترسره كوم، په منطقه كښې دمعاشي وضعې ښه كېدو او …

اسلام آباد۔19جون(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شریف د پټرول په بیه کښې د 74 روپۍ او د ډیزل په بیه كښې 67 روپۍ فی لیټر کمښت اعلان كولو سره وئيلي دي چې اولس ته زيات نه زيات ريليف وركولو ته حكومت تر ټولو لومړۍ پاملرنه كوي ، قام سره مې چې كوم لوظ كړے و د پروردګار په فضل هغه ترسره كوم، په منطقه كښې دمعاشي وضعې ښه كېدو او د تېلو بيه كښې د كمي ګټه په فوري توګه اولس ته منتقل كوو٬ د پټرول في ليټر قيمت به 373 روپۍ څخه كمېدو سره 299 روپۍ او د ډیزل فی لېټر قیمت 378 څخه كمېدو سره 311 روپۍ ته راشي۔ ده ووئيل د پاكستان په ثالثۍ كښې اسلام آباد مفاهمتي يادښت لاس ليك شو۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي مهم بيان كښې وزيراعظم ووئيل په منطقه كښې دمعاشي وضعې ښه كېدو او د تېلو بيه كښې د كمي ګټه په فوري توګه اولس ته منتقل كوو ، د پټرول بيعه كښې 74 روپۍ او د ډيزل بيه كښې 67 روپۍ في لېټر كمې كولې شي چې ورسره به د پټرول في ليټر قيمت 373 روپۍ څخه كمېدو سره 299 روپۍ او د ډیزل فی لېټر قیمت 378 څخه كمېدو سره 311 روپۍ ته راشي۔ وزيراعظم ووئيل په نړيواله منډۍ كښې چې بيعو كوم راځي هغه اولس ته منتقل كوو۔ وزیرِ اعظم ووئيل معاشي استحكام په ځاې ساتلو ګراني نوره هم كمولو له به مؤثر اقدامات جاري ساتو۔ وزیر اعظم ووئيل اولس ته زيات نه زيات ريليف وركول د حكومت لومړۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل د پروردګار په فضل په منځني ختيز كښې كړكېچنه وضعه پاكستان د ثالثۍ له امله امن كښې بدله شوه۔ پروردګار پاكستان ته عزت وركړو او اسلام آباد مهاهمتي يادښت لاس ليك شو۔ وزیرِ اعظم ووئيل فیلډ مارشل سید عاصم منیر د خصوصي مباركبادۍ مستحق دے د چا پرله پسې خوارۍ سره چې دا لوظنامه ممكن شوه۔ ده ووئيل نائب وزيراعظم اسحاق ډار ٬ داخله وزير سيد محسن رضا نقوي او د پاكستاني حكومت ټولې ډلې ته پېرزوئنې وړاندې كوم كومې چې په دې لړ كښې په زړه پورې هڅې وكړې۔ دې سره سره د معاشي ډلې په كومه كښې چې د خزانې وفاقی وزیرِ اورنګزېب٬  د منصوبه بندۍ وفاقی وزیر احسن اقبال، د اقتصادي چارو وزیرِ احد خان چیمه، د پټروليم وزیرِ علی پرویز ملک او نور شامل دي ٬ د قدر وړ هڅې هم د ستائنې وړ دي۔

مزید خبریں