اسلام آباد۔19جون (اے پی پی) نائب وزيراعظم اسحاق ډار د مصري خارجه وزير ډاكټر بدر عبد العاطي په بلنه په 21 جون د آر – 4 هېوادونو خارجه وزيرانو په څلورمه غونډه كښې ګډون كوي۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې د آر – 4 خارجه وزيرانو څلورمه غونډه به قاهره مصر كښې كيږي۔ په غونډه كښې به د مصر ٬ سعودي عربستان ٬ تركيه او …
نائب وزيراعظم اسحاق ډار د مصري خارجه وزير په بلنه په 21 جون د آر – 4 هېوادونو خارجه وزيرانو څلورمه غونډه كښې ګډون كوي: د خارجه دفتر وياند
اسلام آباد۔19جون (اے پی پی) نائب وزيراعظم اسحاق ډار د مصري خارجه وزير ډاكټر بدر عبد العاطي په بلنه په 21 جون د آر – 4 هېوادونو خارجه وزيرانو په څلورمه غونډه كښې ګډون كوي۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې د آر – 4 خارجه وزيرانو څلورمه غونډه به قاهره مصر كښې كيږي۔ په غونډه كښې به د مصر ٬ سعودي عربستان ٬ تركيه او پاكستان خارجه وزيران ګډون كوي۔ په غونډه كښې به په سيمه ايز پېشرفت د خيالاتو څرګندونه او امن ٬ سلامتيا او استحكام سره په اړوندو چارو خبرې كيږي۔ نائب وزیراعظم به د مصر خارجه وزير سره دوه اړخيزه مشاورت كوي۔ دے به د مصر صدر عبد الفتاح السيسي سره هم ملاقات كوي۔ د بيان له مخې د پاكستان او مصر ترمينځه به په بېلو څانګو كښی همكارۍ ته په لا وده وركولو او د شريكې خوښې په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔










