د افغان طالبان رجيم د خېبر پښتونخوا او بلوچستان پوليزو سيمو كښې د ډرون بريدونو ادعاګانې بې بنسټه دي: د اطلاعات وزارت فېكټ چېكر

اسلام آباد۔19جون(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وزارت فېکټ چېکر د افغان طالبان رجیم د ابتدائي نوعيت ډرونز كارولو سره د خېبر پښتونخوا او بلوچستان پوليزو سيمو كښې د داعش خراسان (آئی اېس کے پی) ځينې ځايونو په نښه كولو ادعاګانې په سختۍ سره مسترد كړي دي۔ د جمعې په ورځ د سماجي رابطې په پېلټ فارم اېكس د اطلاعات وزارت فېكټ چېكر په خپل پوسټ كښې ووئيل افغان …

اسلام آباد۔19جون(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وزارت فېکټ چېکر د افغان طالبان رجیم د ابتدائي نوعيت ډرونز كارولو سره د خېبر پښتونخوا او بلوچستان پوليزو سيمو كښې د داعش خراسان (آئی اېس کے پی) ځينې ځايونو په نښه كولو ادعاګانې په سختۍ سره مسترد كړي دي۔ د جمعې په ورځ د سماجي رابطې په پېلټ فارم اېكس د اطلاعات وزارت فېكټ چېكر په خپل پوسټ كښې ووئيل افغان طالبان حکومت د خپلو بېلو پروپېګنډا ذريعو او آفيشل بيانونو دلارې ادعا كوي چې هغوي د ابتدائي نوعيت ډرونز كارولو سره د خېبر پښتونخوا او بلوچستان په پولييز سيمو كښی د داعش خراسان (آئی اېس کے پی) ځينې ځايونه په نښه كړل۔ دا ادعاګانې بې بنسټه دي۔ د داعش په شمول د نورنو ترهګرو ګڼ شمېر كېمپونه او مركزونه د افغان طالبان تر كنټرول لاندې سيمو كښې موجود دي او دغې ځايونو څخه هغوي كارولې او د هغوي سرپرستي كولې شي۔  په بيان كښې وئيلې شوي دي چې د سيمې او ګاونډي هېوادونو په ضد د داعش ٬ فتنة الخوارج ٬ فتنة الهندوستان او نورو ترهګرو عناصرو سرپرستي پټولو له افغان طالبان حكومت ددې نوعيت بې بنسټه او د غندنې وړ بيانونه جاري كوي۔ حقيقت دا دے چې د طالبان حكومت د ابتدائي نوعيت يو ډرون د خېبر شينكو سيمې ته نزدې د پاكستان په حدود كښې داخل شو كوم چې د پاك فضائيې الرټ سسټم سمدستي غېر مؤثر كړو۔ په بيان كښې زياته كړې شوه چې حق تل په باطل غالب كيږي۔

مزید خبریں