قومي اسمبلۍ د امريكا ايران په امن لوظنامه د مباركۍ قرارداد منظور كړو

اسلام آباد۔19جون(اے پی پی) قومي اسمبلۍ د پاكستان هڅو او ثالثۍ سره امريكا ايران امن لوظنامې سره اړوند د مباركۍ قرارداد منظوري وركړه۔ د جمعې په ورځ د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذیر تارړ په دې اړه ايوان ته د قرداد وړاندې كولو اجازه وغوښتله۔ د اجازې په ترلاسه كېدو هغه قرارداد ولوستلو۔ د كوم چې ايوان په متفقه توګه منظوري وركړه۔ د قرارداد په متن كښې وئيلې …

اسلام آباد۔19جون(اے پی پی) قومي اسمبلۍ د پاكستان هڅو او ثالثۍ سره امريكا ايران امن لوظنامې سره اړوند د مباركۍ قرارداد منظوري وركړه۔ د جمعې په ورځ د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذیر تارړ په دې اړه ايوان ته د قرداد وړاندې كولو اجازه وغوښتله۔ د اجازې په ترلاسه كېدو هغه قرارداد ولوستلو۔ د كوم چې ايوان په متفقه توګه منظوري وركړه۔ د قرارداد په متن كښې وئيلې شوي چې د پاكستان قومي اسمبلۍ زيات اطمينان او وياړ سره دا تاريخي سفارتي كاميابي نوټ كوي كومه چې د امريكا او ايران ترمينځه د محاذ آرايۍ ختمولو او امن واستحكام لپاره په يوه تګلاره د لاس ليك شوې لوظنامې په صورت كښې رامخې ته شوې ده۔ دا يوان ددې شخړې په سيمه ايز امن او استحكام منفي اغېزو سره سره د ګردې نړۍ په معاشي استحكام او د توان په تحفظ پرېوتونكې اغېزې هم تسليموي۔د قرارداد په متن كښې وئيلې شوي دي چې ایوان وزیرِ اعظم شهباز شریف، نائب وزیرِ اعظم اسحاق ډار، وزیرِ داخله سید محسن نقوی، فیلډ مارشل سید عاصم منیر او په مذاكراتي عمل كښې د شاملې ټولې ډلې خذماتو ته پېرزوئنې وړاندې كوي۔ د هغوي مخلصانه او نه ستړې كېدونكو هڅو په نړيواله كچه پاكستان ته د يو باور وړ او بې پرې ثالث په توګه په زړه پورې مقام وركړو۔ دا ايوان د اسلامی جمهوریه ایران او امريكا مشرتابه له هم مباركي وركوي او د هغوي د زيركې مشرتابه ستائنه كوي د كومې په نتيجه كښې چې مذاکرات کامیابۍ سره بشپړ شول او په دې تاريخي امن لوظنامه لاس ليك ممكن شو۔ دا لوظنامه په منطقه او نړۍ كښې امن ٬ استحكام او همكارۍ ته د ودې وركولو په لوري د يو مهم پړاؤ حېثيت لري۔