د پولې پورې غاړه آبي وسائلو ته دې د فشار يا طاقت آلے په توګه ونه كتلي شي: د نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار برسلز كښې کنفرنس ته وېنا

  برسلز 18 جون (اے پي پي) نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي چې د پولې پورې غاړه آبي وسائلو ته دې كله هم د فشار يا طاقت آلې په توګه و نه كتلې شي ٬ اوبه مشتركه وسيله ده٬ مشتركه ذمه واري او د انساني وقار او تل پاتي پرمختګ بنيادي ضرورت دے، پاکستان ټولې معاملې د مذاکراتو، سفارت کارۍ او د نړيوال قانون له مخې …

 

برسلز 18 جون (اے پي پي) نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي چې د پولې پورې غاړه آبي وسائلو ته دې كله هم د فشار يا طاقت آلې په توګه و نه كتلې شي ٬ اوبه مشتركه وسيله ده٬ مشتركه ذمه واري او د انساني وقار او تل پاتي پرمختګ بنيادي ضرورت دے، پاکستان ټولې معاملې د مذاکراتو، سفارت کارۍ او د نړيوال قانون له مخې ترلاسه تګلارو د لارې د هوارولو عزم لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په برسلز كښې د “پولې پورې غاړه آبي وسائل: يوه وسله جوړېدونكې نړيواله اثاثه” په سرخط كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ نائب وزيراعظم اسحاق ډار ووئيل مشتركه اوبه د قامونو د وېش په ځائ د متحد كېدو ذريعه جوړول پكار دي او د آبي حکمرانۍ بنيادي اصول طاقت نا بلكې مرسته پكار ده٬ دا خوشبينه ده چې نننۍ دستوره د اروپا ھغه اهم غږونه يو ځائ جمع كړي دي كوم چې د موسمياتي بدلون، د آبي وسائلو انتظام او دې اهمو معاملو سره تړلے په سياسي اړخونو كار كوي۔ ده ووئيل چې زه په  سي ايس پي ايس او برسلز كښې د پاکستان سفارت ته د دې اهم کنفرنس د مشتركه تابيا ستائنه كوم٬ په موجودہ حالاتو كښې دا كنفرنس په وخت دے او نړيوال قانون، موسمياتي بدلون او نړيوال امن و سلامتيا په اړه اهمې چارې رامخې ته كوي۔ ده ووئيل چې د كنفرنس عنوان ” د پولې پورې غاړه آبي وسائل: يوه وسله جوړېدونكې نړيواله اثاثه” څرګندوي چې د لوظنامو، سمجھوتو او شريكه اتفاق رائے د لارې د پولې پورې غاړه د اوبو انتظام نړيوال اهميت لري٬ د مشتركه وسائلو انتظام د شوې طريقه كار له مخې مرستې سره پكار دے٬ په بل صورت كښې نور بېل مفادات دا وسائل د شخړو او وسلې په توګه د استعمالولو ذريعه جوړولې شي، لكه څنګه چې په اوسني دوره كښې زياتره لېدلې كېږي۔ د ملګرو ملتونو پخواني سيکريټري جنرل  کوفي عنان وئيلي ٶ چې په آبي وسائل شديد قامي مقابلو دا اندېښنې پېدا كړے دي چې د اوبو مسئلې د پرتشدد شخړو سبب جوړېدي شي٬ خو مونږ ته رامخې ته آبي بحران زياتره د اوبو د كمې په ځائ انتظام او د حکمرانۍ بحران وي٬ د مشترکه اوبه وسائل د امن او سيمه ايز وحدت ذريعه جوړېدې شي، د جنګ سبب نا۔ نائب وزيراعظم ووئيل دا حقيقت چې مونږ له په اوسني دور كښې هم په دې موضوع بحث كول دي كوم چې د تشويش سبب دے۔ ده ووئيل پاكستان تل د ملګرو ملتونو په منشور كښې د درج اقدارو ملاتړ كړے دے او د دې اصول او اړوند قراردادونه ئې منلي دي دغې جذبې سره پاکستان په كال 1960 كښې هند سره په سندھ طاس تړون لاسليك كړې چې له مخې ئې د دريائے سندھ نظام شپږ دريابونو استعمال لپاره يو فريم ورك جوړ كړې شو۔ ده ووئيل دا لوظنامه خپلې دائره كښې دننه د شخړو د سوله ايز حل طريقه رامخې ته كوي٬ د دې لوظنامې د مضبوطيا ثبوت دا دے چې د درې لويو جنګونو او يو شمېر چېلنجز باوجود تر لسيزو قائمه پاتې ده۔ ده ووئيل چې دا تسليمول ضروري ده پاكستان په ماضي كښې د لوظنامې له مخې د هند په ځينې اقداماتو د خپلو تحفظاتو څرګندونه كړې٬ د لوطنامې د شقونو له مخې مونګ د نړيواله طريقه كار د لارې د حل كولو هڅه كړې او د پرېكړو مو احترام كړے، هر څو كه ھغه زمونږ د توقعاتو له مخې هم نه وې٬ په يو پړاٶ كښې په دواړو كښې يوې ډلې هم په يو اړخيزه د لوظنامې ختمول د عمل وړ لاره نه ده ګڼلې٬ ذمه وار رياستونه جوړ شوې قانوني نظام د ترك كولو په دې كښې دننه كار كوي خو نن مونږ خپله بېخي د دغه نوعيت چېلنج سره مخ وينو۔ ده ووئيل دا واضح كول ضروري ده چې زمونږ اندېښنې يوازې د هند په بيانونو اډانه نه دي٬ هند د خپلو سختو بيانونو نه پس غېر قانوني اقدامات هم كړي دي چې پكښې ساولکوټ، کرتھائي، کوار وغيرہ په څېز د پانګو جوړولو منصوبې  بګليهار او د سلال په څيره د موجوده منصوبه پراختيا او زيات د اندېښنې وړ چې د دريائے سندھ، چناب او راوي د اوبو مخ اړولو منصوبې شاملې دي٬ په مجموعي توګه كم از كم 17 داسې منصوبې دي كومې چې  په ټول دريائي نظام كښې ښكاره بدلون كولې شي او هند ته د مطلوبه “آبي بالادستۍ” ذريعې وركولې شي۔  نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار ووئيل چې زمونږ د ختيز ګاٶنډي لخوا 24 كروړه اولس د دوي د جائز آبي حق نه د محرومولو ښكاره پالسي لوے انساني بحران رامخې ته كولې شي۔ ده ووئيل راځۍ چې نن د دې عزم پخلې وكړو چې مشترکه اوبه قامونه د تقسيم په ځائ متحد كړي او د پولې پورې غاړه د آبي حکمراني بنيادي اصول طاقت نا بلكې مرسته پكار ده۔

مزید خبریں