د قامي اسمبلۍ سردار اياز صادق سره د رومانيه سفير ډاكټر ډين اسټوينيسكو ملاقات٬دوه اړخيزه اړيكو او سيمه ايز صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد 18جون(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د رومانيه سفير ډاكټر ډين اسټوينيسكو د زيارت په ورځ په پارليمنټ هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات و کړو۔سپيكر د سفير تود هركلے وكړو او دوه اړخيزه اړيكو او سيمه ايز صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو  یي د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د ملاقات په مهال ډاكټر ډين اسټوينيسكو اسلام آباد …

 

اسلام آباد 18جون(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د رومانيه سفير ډاكټر ډين اسټوينيسكو د زيارت په ورځ په پارليمنټ هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات و کړو۔سپيكر د سفير تود هركلے وكړو او دوه اړخيزه اړيكو او سيمه ايز صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو  یي د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د ملاقات په مهال ډاكټر ډين اسټوينيسكو اسلام آباد ميمورنډم آف انډر سټينډنګ لاس ليك په موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق له مباركي وركړه او د امريكې او اسلامي جمهوريه ايران ترمينځه د مفاهمت لپاره د پاكستان كليدي او تعميري كردار یي وستائېلو۔د رومانيه سفير د پاكستان سياسي او عسكري مشرتابه شريكی هڅې ستائېلو سره ووئېل د هغوي مربوط او دورانديه سفارتكارۍ له امله اسلام آباد ایم يو او يو لاس ليك كېدل ممكن شو۔ده ووئيل دا لوظ نامه يوه مهمهګ سفارتي پېشرفت دی چې په نتيجه كښې تاؤ تريخوالي كښې كمې او امن لپاره نوې لارې هواره شوي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئوېل د اسلام آباد ايم او يو كاميابي د پاكستان د امن٬مكالمی او سفارتي روابط ودې غېر متزلزل عزم  دی۔ده ووئيل دا كاميابي د وزيراعظم محمد شهباز شريف٬نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار٬چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير او د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د هڅو نتيجه ده۔

مزید خبریں