اسلام آباد 18جون(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان٬ ړ ايران مشرتابه او د ايران ورور اولس ته په تاريخي امن لوظ نامه د لاس ليك مباركي وركولو سره وئېلي دي دا تاريخي لوظ نامه نه يوازې په منطقه كښې امن له مرستياله ده بلكې د ايرانی قام تعمير نو او د پاكستان و ايران ترمينځه د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې د …
د وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان سره ټېليفوني تماس٬وزيراعظم د ايران صدر٬مشرتابه او اولس ته په تاريخي امن لوظ نامه لاس ليك مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 18جون(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان٬ ړ ايران مشرتابه او د ايران ورور اولس ته په تاريخي امن لوظ نامه د لاس ليك مباركي وركولو سره وئېلي دي دا تاريخي لوظ نامه نه يوازې په منطقه كښې امن له مرستياله ده بلكې د ايرانی قام تعمير نو او د پاكستان و ايران ترمينځه د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې د اړيكو د لا قوي كولو سبب به هم وګرځی او د ايران صدر د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د فيلډ مارشل سيد عام منير ثالثۍ عمل كاميابۍ ته رسولو لپاره مهم كردار ستائېلو سره ووئېل په سخت وخت كښې د پاكستان مثبت٬تعميري او مخلصانه ملاتړ به ايران تل ياد ساتي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان سره د زيارت په ورځ ټيليفون خبری وکړې۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو ترمينځه خبرې اترې د 30 دقيقو نه زياتې روانې وې۔اسلام آباد امن په لوظ نامه د لاس ليك نه پس د دواړو لارښودو ترمينځه دا وړومبۍ رابطه وه۔وزيراعظم صدر پزشكيان٬د ايران مشرتابه او د ايران ورور اولس تا له په ريخي امن لوظ نامه د لاس ليك مباركي وركړه۔ده ووئيل دا تاريخي لوظ نامه نه يوازې په منطقه كښې امن له به مرستياله ثابت شي بلكې د ايرانی قام تعمير نو او د پاكستان او ايران ترمينځه د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې ا به د اړيكو د لا قوي كولو سبب هم وګرځي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران سپريم ليډر آيت الله سيد مجتبٰی حسيني خامنه اي لپاره هم خپل احترام او نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔وزيراعظم په من لوظ نامه د ایران د لاس ليك ستائنی سره د خبرو اترو وړومبي پړاؤ لپاره د ايران مشرتابه كاميابۍ له دعا وكړېه او د دې عزم پخلې یي وكړو چې پاكستان به د يو ورور او ګاونډي هېواد په حېث په هره څانګه كښې د ايران بشپړه ملاتړ روان ساتي۔صدر ډاكټر مسعود پزشكيان د ايرانی قام او د خپلې خوا د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د فيلډ مارشل سيد عاصم منير خاص مننه وكړه۔ده ووئيل دواړو شخصياتو د مهارت٬اخلاص او دانشمندۍ سره د ثالثۍ عمل په كاميابۍ سره سر ته رسولو كښې مهم كردار ادا كړې كوم ته به چې ايران تل د قدر په سترګه ګوري۔دواړو لارښودو د شريكو آسانيو له مخې زر تر زره د يو بل پلازمينو په دورې كولو اهم تفاق وكړو دغسې چې په دوه اړخيزه او سيمه ايزو چارو موجود ښه مرسته لا مخ په وړاندې بوتللی شي۔دوي راتلونكو ورځو كښې هم په پرله پسې رابطه كښې پاتې كېدو ته اتفاق وكړو۔










