معیشت مېکرو اکنامک استحکام ترلاسه كولو څخه وروستو د تلپاتې پرمختګ پړاؤ كښې داخل شوے دے: سېنېټر اورنګزېب

  اسلام آباد۔18جون(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي چې د پاکستان معیشت مېکرو اکنامک استحکام ترلاسه كولو څخه وروستو د تلپاتې پرمختګ په پړاؤ كښې داخل شوے دے او د روان مالي كال په مهال د جی ډی پی شرح نمو د تېر كال 3.1 فیصد په مقابله كښې زياتېدو سره 3.7 فیصد ته رسېدلې ده۔ د زيارت په ورځ په سېنېټ كښې په وفاقي …

 

اسلام آباد۔18جون(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي چې د پاکستان معیشت مېکرو اکنامک استحکام ترلاسه كولو څخه وروستو د تلپاتې پرمختګ په پړاؤ كښې داخل شوے دے او د روان مالي كال په مهال د جی ډی پی شرح نمو د تېر كال 3.1 فیصد په مقابله كښې زياتېدو سره 3.7 فیصد ته رسېدلې ده۔ د زيارت په ورځ په سېنېټ كښې په وفاقي بجټ 27-2026 د بحث راغونډولو په مهال ده ووئيل د پارليماني غړو او نورو همكارانو د وړاندېزونو او مشاورت ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د روان مالي كال په مهال د آئي ټي برآمدات نزدې 4.5 ارب ډالر ته د رسېدو تمه ده او د فري لانسرز بر آمداتو حجم نزدې 1.6 ارب ډالر پاتے شوے دے۔ ده ووئيل وړو كرونده ګرو ته رعايتي پورونه وركولو له 300 اربه روبۍ بېلې كړې شوي دي۔ ده ووئيل وزیراعظم یوتھ پروګرام  له 110 اربه روپۍ بېلې كړې شوي دي۔ وفاقي وزير باور وركړو چې دې هواد معاشي پرمختګ لا مضبوطولو له به تعمیری تجاویز د لنډې او منځومانې موې په پالېسۍ كښې شاملولې شي

مزید خبریں