اسلام آباد۔18جون(اے پی پی) د پاكستان پیپلز پارټي پارلېمنټرینز چيئرمېن بلاول بھټو زرداری وئيلي دي هېواد ته د پېښو ټولو ستونزو او ننګونو حل سیاسي اجماع کښې دې مودي باید هیڅ غلط فهمۍ کښې پاتے نه شي كه د پاكستان د برخې اوبه بندې كړې شوې نو په دې به جنګ كولو څخه هم ډډه ونه کړو٬ ګلګت بلتستان ته پيپلز پارتۍ سياسي او آئيني حقونه وركړل ٬ د …
هېواد ته د پېښو ټولو ستونزو او ننګونو حل سیاسي اجماع کښې دې ٬ مودي باید هیڅ غلط فهمۍ کښې پاتے نه شي كه د پاكستان د برخې اوبه بندې كړې شوې نو په دې بخ جنګ كولو څخه هم ډډه ونه کړو٬ كالعدم اېكشن كمېټي بايد احتجاج ختم كړي: بلاول بھټو زرداري

مزید خبریں
اسلام آباد۔18جون(اے پی پی) د پاكستان پیپلز پارټي پارلېمنټرینز چيئرمېن بلاول بھټو زرداری وئيلي دي هېواد ته د پېښو ټولو ستونزو او ننګونو حل سیاسي اجماع کښې دې مودي باید هیڅ غلط فهمۍ کښې پاتے نه شي كه د پاكستان د برخې اوبه بندې كړې شوې نو په دې به جنګ كولو څخه هم ډډه ونه کړو٬ ګلګت بلتستان ته پيپلز پارتۍ سياسي او آئيني حقونه وركړل ٬ د پيپلز پارټۍ بنياد په كشمير اېښودلے شوے دے ٬ كالعدم اېكشن كمېټي دې احتجاج ختم كړي٬ هغوي سره د شوو لوظنامو په پاتې نكتو عملدرآد لپاره غوره لاره سياسي خبرې اترې دي٬ داسې چاپېريال بايد جوړ نه كړے شي چې ورسره د كشمير شخړې ته زيان ورسي۔ د زيارت په ورځ قومي اسمبلۍ كښې د روران مالي كال په وفاقي بجټ بحث كښې د برخه اخستلو په مهال بلاول بھټو ووئيل د ايران او امريكا ترمينځه په لوظنامه شهباز شريف او آصف علي زرداري ته مباركي وركوو چا چې تل د امن ٬ جمهوريت او مستحكمې سيمې خبره كړې ده۔ د پاك پوځ وسله والو ځواكونو مشرتابه ته پېرزوئنې وړاندې كوو۔ د هغوي صلاحيت او خذماتو د پاكستان سر په وياړ پورته كړے دے۔ ده ووئيل په لوئيديزه پوله افغانستان سره اړوند چېلنجونو اوس هم مونږ ته مخې ته دي۔ په ختيزه پوله د هند لخوا د آپرېشن سندور ټو دړكې راكولې شي۔ بهرني قوتونه د ترهګرۍ ملاتړ كوي او پاكستان ته زيان رسوي۔ ده وويل دا خبره د وياړ وړ ده چې پاكستان ددې چېلنجونو ځواب سياسي اتفاق او جمهوري رواياتو سره وركړے دے۔ ده ووئيل مونږ دا پرېكړه كړې چې سندھ صوبه به د نورو صوبو په څير قومي دفاع كښې خپله برخه اچوي۔ دې سره سره وفاقي حكومت دا باور راكړے دے چې د اووم اېن اېف سي ايوارډ لاندې به ترلاسه كېدونكې وسائل محفوظ ساتل شي۔ وفاق ته وركړ ې شوې ګرانټ درې كلونو لپاره دے او وفاقي حكومت به صوبو څخه د كوم نور ګرانټ درخواست نه كوي۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل چې د اسرائيل او انډيا يو بل سره جوړه جاړه افغانستان او نورو سيمو كښی د ترهګرۍ د لارې پاكستان ته زيان رسول غواړي٬ په داسې سخت وخت كښې د پاكستان ټولو اكائيانو قرباني وركړه۔ ده ووئيل د ګلګت بلتستان اولس چې څنګه په ټول ټاكنو كښې په پيپلز ګوند باور وكړ په دې يۍ مننه كوو۔ ده ووئيل مونږ آزاد كشمير آزاد او سولييز ليدل غواړو۔ دې مقصد لپاره ضروري ده چې ټول فريق يو ځائې كښېني٬ خبره وكړي او د قبلولو وړ حل ولټوي۔ ده وئيل مودي د پاكستان د برخې اوبو بندولو دھړكې راكوي كه داسې وكړي نو ټول قام چمتو دے ٬ دپاكستان هر وګړے او كوچنے كوچنے مقابله كولو له تيار دے۔











