برسلز 18 جون (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير سينيټر ډاكټر مصدق ملك د اروپا د پاليسي نوموړې ادارې سينټر فار يورپين پاليسي سټډيز (سي اي پي ايس) په بلنه برسلز ته رسېدلې، چرته چې به دوي په نړيوال نړيوال كنفرنس Transboundary Water Resources: A Weaponized Global Common كښې ګډٶن كوي٬ د كنفرنس تابيا د سي اي پي ايس او په اروپائي ائتلاف، بيلجيئم و لكسمبرګ كښې د …
وفاقي وزير سينيټر ډاكټر مصدق ملك د سينټر فار يورپين پاليسي سټډيز په بلنه برسلز ته ورسېد

مزید خبریں
برسلز 18 جون (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير سينيټر ډاكټر مصدق ملك د اروپا د پاليسي نوموړې ادارې سينټر فار يورپين پاليسي سټډيز (سي اي پي ايس) په بلنه برسلز ته رسېدلې، چرته چې به دوي په نړيوال نړيوال كنفرنس Transboundary Water Resources: A Weaponized Global Common كښې ګډٶن كوي٬ د كنفرنس تابيا د سي اي پي ايس او په اروپائي ائتلاف، بيلجيئم و لكسمبرګ كښې د پاكستان سفارت په اشتراك شوي۔ په كنفرنس كښې به د اروپائي پارلمان غړي، د قانون نړيوال پوهان، سفارت كار، پاليسي ساز، د ماحوليات ماهرين او د آبي وسائلو څانګې سره تړون لرونكي شخصيات ګډون كوي٬ كنفرنس كښې به د موسمياتي بدلون، نړيوالې آبي سلامتيا، د پولې پورې غاړه آبي وسائل، سندھ طاس تړون او د نړيوالو قوانينو په تناظر كښې به د اوبو په زيات شوي جغرافيائي و سياسي كردار د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ په كنفرنس كښې د ګډون نه وړاندې خپلو خاص خبرو كښې ډاكټر مصدق ملك ووئيل پاكستان اوبه د اوسلې په توګه د استعمالولو هره هڅه د نه قبلېدو وړ ګڼي ځكه چې اوبه يوازې يوه قدرتي وسيله نه ده بلې دا د كروړونو انسانانو د روزګار، خوراك، زراعت، معيشت او قامي سلامتيا سره تړلې معامله ده۔











