پېښور 18 جون (اے پي پي) د چارسده پوليس د شهيدِ اسلام کنفرنس سوله ايز تابيا لپاره فول پروف سيکيورټي پلان نافذ كړے دے۔ د ضلعي پوليس مشري محمد وقاص خان په امر د کنفرنس ځائ او شا اوخوا كښې د امنيت انتظامات ټېنګ كړې شويدي۔ د سيکيورټي پلان له مخئ په روف ټاپس اينټي ډرون ګنز، سنائپر ګنز او د جديد نګرانۍ آلات نصب كړې شوېدي، او پنډال …
چارسده، د شهيدِ اسلام کنفرنس سوله ايزې تابيا لپاره فول پروف سيکيورټي پلان نافذ

مزید خبریں
پېښور 18 جون (اے پي پي) د چارسده پوليس د شهيدِ اسلام کنفرنس سوله ايز تابيا لپاره فول پروف سيکيورټي پلان نافذ كړے دے۔ د ضلعي پوليس مشري محمد وقاص خان په امر د کنفرنس ځائ او شا اوخوا كښې د امنيت انتظامات ټېنګ كړې شويدي۔ د سيکيورټي پلان له مخئ په روف ټاپس اينټي ډرون ګنز، سنائپر ګنز او د جديد نګرانۍ آلات نصب كړې شوېدي، او پنډال او د څلورو واړو اړخونو مسلسل مانيټرنګ لپاره سي سي ټي وي کيمرو موثره نظام نصب كړے شوے دے٬ د چارسده ډي پي او محمد وقاص خان خپله د ټولو انتظاماتو نګراني كوي٬ پوليس، ايليټ فورس، بم ډسپوزل يونټ او نورې امنيتي ډلې هائي الرټ دي او داخلي او خارجي لارو د چېكنګ جامع او موثره نظام قائم دے٬ د چارسده پوليس د هر ډول ممكنه خطرو مخ نيوي او د کنفرنس سوله ايزې تابيا لپاره په بشپړه توګه چمتو او مستعد دے۔











