پاكستان يوازې منطقه كښې نه بلكې نړيوال امن لپاره هم يو ذمه وار ٬ مؤثر او د باور وړ همكار دے: ډاکټر طارق فضل چوهدری

  اسلام آباد۔18جون(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې اسلام آباد يو وارې بيا نړۍ ته دا پېغام وركړے دے چې پاكستان يوازې د منطقې نه بلكې نړيوال امن لپاره هم يو ذمه وار ٬ مؤثر او د باور وړ همكار دے۔ په اسلام آباد مفاهمتی یادښت د ثالث په توګه د وزيراعظم لاس ليك په پاكستان د نړۍ د باور او …

 

اسلام آباد۔18جون(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې اسلام آباد يو وارې بيا نړۍ ته دا پېغام وركړے دے چې پاكستان يوازې د منطقې نه بلكې نړيوال امن لپاره هم يو ذمه وار ٬ مؤثر او د باور وړ همكار دے۔ په اسلام آباد مفاهمتی یادښت د ثالث په توګه د وزيراعظم لاس ليك په پاكستان د نړۍ د باور او د دے  د مؤثر كردار ښكاره ثبوت دے۔ د زيارت په ورځ په اېكس خپل يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل د امريكائي صدر ډونلډ ٹرمپ او ایرانی صدر مسعود پزشکیان لاس ليكونو سره د پاكستان د ثالثۍ كردار به د تاريخ په پاڼو كښې د يو مهم سنګ ميل په توګه ياد ساتلے شي۔ دا كاميابي د وزیراعظم شهباز شریف د مدبرانه مشرتابه ، د نائب وزیراعظم اسحاق ډار  د متحركې سفارتكارۍ ، د فیلډ مارشل سید عاصم منیر د بصيرت لرونكې حكمت عملۍ او د وفاقي وزير محسن نقوي د پرله پسې هڅو نتيجه ده۔ دا سفارتي كاميابي ټول قام لپاره د وياړ وړ ده او په نړيواله ورورولۍ كښې د پاكستان د مضبوط ٬ مثبت او ذمه وار كردار عكاسي كوي

مزید خبریں