اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د امريكې او ايران ترمېنځه په "اسلام آباد مفاهمتي يادداښت" د لاسليك اعلان کولو سره ووئيل سمدستي توګه نافذ العمل دې اېم او يو څخه به په وړومبي پړاو كښې ايران په سمدستي توګه آبنائے هرمز بيا اوپن كوي او امريكا به په سمدستي توګه بحري ناكه بندي ختموي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د زيارت په ورځ خپل …
د امريكې او ايران ترمېنځه په تاريخي “اسلام آباد مفاهمتي يادداښت” اليكټرانك لاس ليكونه وشول۔ وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د امريكې او ايران ترمېنځه په “اسلام آباد مفاهمتي يادداښت” د لاسليك اعلان کولو سره ووئيل سمدستي توګه نافذ العمل دې اېم او يو څخه به په وړومبي پړاو كښې ايران په سمدستي توګه آبنائے هرمز بيا اوپن كوي او امريكا به په سمدستي توګه بحري ناكه بندي ختموي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د زيارت په ورځ خپل “ايكس پېغام” كښې ووئيل زما لپاره دا اعلان كول د ډیری خوشحالي او اعزاز خبره ده چې نن د امريكې او ايران ترمېنځه په تاريخي “اسلام آباد مفاهمتي يادداښت” اليكټرانك لاسليك شوي دي۔ وزيراعظم ووئيل په يادداښت د دواړو هېوادونو اولس مشرانو لاسليك كړي او د ثالثۍ په توګه ما هم د دې توثيق كړے٬ په دې لوظنامه د اړوندو حكومتونو په لوړه كچې لاسليك د دې خبرې واضح ثبوت دے چې ډلې د شخړې د سفارتي حل عزم لري۔ وزيراعظم ووئيل اسلام آباد مفاهمتي يادداښت به په سمدستي توګه نافذ العمل وي او د دې په وړومبي پړاو كښې ايران په سمدستي توګه آبنائے هرمز بيا اوپن كوي او امريكا به په سمدستي توګه بحري ناكه بندي ختموي۔ وزيراعظم ووئيل زه صدر ډونلډ ټرمپ ته په دې اېم او يو د زړه د کومي مباركي وركوم او هغوي ته پېرزوئنې وړا ندې د جا د سفارتكارۍ سره غېر متزلزل تړون او د شخړو سوله ايز هواري ته د پام لرنی پاليسۍ جی يو ځل بيا د يو داسې بحران په حاتمه كښې مرسته وكړه كومه چې نړۍ او منطقې لپاره د تباهۍ وړ نتيجو سبب جوړېدې شوه۔ وزيراعظم ووئيل زه د امريكائي مذاكراتي ډلې د جے ډي وينس پشمول د اسټيو وټكوف او جيرډ كشنر د ستړو، جذبې او د قدر وړ خدمات هم ستائنه كوم چا چې په دې تاريخي كاميابۍ كښې مهم كردار لوبولې۔ وزيراعظم ووئيل زه د اسلامي جمهوريه ايران د سپريم ليډر آيت الله سيد مجتبيٰ حسيني خامنه اي او صدر مسعود پزشكيان د زيركو پرېكړٶ، دور انديشۍ او مدبر قيادت ته هم پېرزوئنې وړاندې كوم چا چې د امن مقصد خپلولو سره د قدر وړ قيادت څرګندونه كړې۔ وزيراعظم د ايران مذاكراتي ډلې د محمد باقر قاليباف پشمول د عباس عراقچي او اسكندر مومني د هلو ځلو هم ستائنه وكړه د چا صبر، استقامت او ګټورې مكالمی سره تړون چی دی لوطنامه پاتې ته رسیدو كښې كليدي كردار لوبولې۔ ده په خاص توګه د قطر رياست د قيادت د مخلصانه هلو ځلو او د مثبت كردار هم اعتراف وكړو چا چې په دې پېشرفت ترلاسه كولو كښې مهم معاونت كړے۔ وزيراعظم ووئيل مونږ په دې لر كښې د سعودي عرب، جمهوريه تركيه او د عرب جمهوريه مصر د قيادت د ضروري كردار او د قدر وړ خدمات ته هم په درنه سترګه ګورو۔ وزيراعظم د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په خاص توګه ذكر كولو سره ووئيل د دوي د ستړو، بے لوث تړون او كليدي كردار دا مهم پېشرفت ممكن كړو او امن او د سيمه ايز استحكام په وده كښې مهم ثابت شو وزيراعظم محمد شهباز شريف دعا وكړه چې د مفاهمتي يادداښت دې په ټوله منطقه كښې شريك مفاهمت، احترامِ او مشتركه خوشحالۍ لپاره يو مضبوط او تل پاتې بنياد ثابت شي










