په هېواد كښې سرمايه كارۍ لپاره پراخا موقعې موجود دي٬المان كمپنو له په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه استفاده كږپكار ده۔د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ د المان پلاوي سره  ملاقات كښې خبرې

  اسلام آباد۔17جون  (اے پي پي)د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ وئېلي دي په هېواد كښې سرمايه كارۍ لپاره پراخه موقعې موجود دي٬المان كمپنو له په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه استفاده  پكار ده۔ده دا خبره د شورو په ورځ د المان پلاوي سره په ملاقات كښې كړې۔په ملاقات كښې د سرمايه كارۍ ودې په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه٬د پلاوي مشري د المان ايس …

 

اسلام آباد۔17جون  (اے پي پي)د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ وئېلي دي په هېواد كښې سرمايه كارۍ لپاره پراخه موقعې موجود دي٬المان كمپنو له په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه استفاده  پكار ده۔ده دا خبره د شورو په ورځ د المان پلاوي سره په ملاقات كښې كړې۔په ملاقات كښې د سرمايه كارۍ ودې په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه٬د پلاوي مشري د المان ايس ايم اي نمائنده ميتهيو شاكر كوله۔وفاقي وزير ووئيل  پاكستان كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې موجود دي٬د المان كمپنو له په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ څخه دواړو ډلو ته به ګټه ورسي۔ده پاكستان وكاروباري ادارو له  تر اروپاﺀ رسنې وركولو په اهميت هم رڼا واچوله۔وفاقي وزير ووئيل  حكومت كاروبار او د سرمايه كارۍ ودې لپاره په زړه پوری پالېسۍ مرتب كړي او د ريګوليټري اصلاحات لړۍ هم روانه ده۔ده ووئيل د پاكستاني ځوانان صلاحيت لرونكي دي٬ په 60 فيصده مشتملی د يوتھ آبادۍ ته خاص پام لرنه كيږي دغسې چې د هغوي حقيقي استعداد څخه ګټه پورته كړی شي۔په ملاقات كښې د المان٬سوئس او آسټرين مشينرۍ وركولو او ايس ايم ايز لپاره په مالي آسانيو هم خبرې وشوي۔د دې نه علاوه پاكستان كښې د ووكيشنل ټريننګ ادارې جوړولو او د هنر مند افرادي قوت په تيارولو هم غور وشو۔ده ووئيل  پاكستانو ځوانانو لپاره په المان كښې د روزګر موقعو ورکولو څخه به ترسيلات زر كښې اضافه ممكنه شي۔په ملاقات كښې د پاكستان وګړو لپاره ويزا عمل آسانولو په ضرورت هم زور راوړلی شو۔وفاقي وزير سرمايه كارو ته د  بشپړه آسانۍ وركولو  سره ووئيل  بورډ آف انويسټمنټ نړيوالو سرمايه كارو لپاره د سازګار ماحول وركولو عزم لري۔په ملاقات كښې د پاكستان مصنوعات او مهارت اروپائي منډيانو سره تړلو په ضرورت اتفاق وكړی شو

مزید خبریں