د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د  ايس سي او 25مې تاسيس ورځې په موقع د ايس سي او كورنۍ ته مباركي وركړه

  اسلام آباد 15جون(اے پی پی) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار  د شنګهائي مرستې تنظيم(ايس سي او)25مې تاسيس ورځې په موقع ايس سي او كورنۍ له مباركي وركړې ده ۔ده ووئيل په كال 2001 كښې د خپل قيام نه پس ايس سي او د سيمه ايزې مرستې يو مهم پليټ فارم په توګه رامخې ته شوے۔دا تنظيم د خپلو غړو هېوادونو ترمينځه سيمه ايز امن٬سلامتيا٬استحكام٬اقتصادي مرستې٬شريك …

 

اسلام آباد 15جون(اے پی پی) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار  د شنګهائي مرستې تنظيم(ايس سي او)25مې تاسيس ورځې په موقع ايس سي او كورنۍ له مباركي وركړې ده ۔ده ووئيل په كال 2001 كښې د خپل قيام نه پس ايس سي او د سيمه ايزې مرستې يو مهم پليټ فارم په توګه رامخې ته شوے۔دا تنظيم د خپلو غړو هېوادونو ترمينځه سيمه ايز امن٬سلامتيا٬استحكام٬اقتصادي مرستې٬شريك روابط او په اولسي كچه د تبادلو په وده كښې مهم كردار ادا كوي۔د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې سينيټر محمد اسحاق ډار ووئېل 25مه سالګره د دې سنګ ميل”شنګهائي سپرټ”پائيدار قوت تصديق كوي كوم چې د شريك باور٬مساوات٬كلتوري تنوع ٬ احترام٬شريك پرمختګ او تعميري رواط اصولو د لارې زمونږ رهنمائي كوي۔ايس سي او كښې د پاكستان سفر د مبصر حېثيت نه تر 2017 كښې مكمل او فعاله غړي جوړېدو٬ګڼ اړخيزه مرستې لپاره زمونږ غېر متزلزل تړون او د خپلې منطقې په صلاحيتونو زمونږ د باور څرګندونه ده۔پاكستان د ايس سي او چارټر اصولو او مقاصد  سره بشپړ تړون لري٬مونږ د نړيوال قانون احترام او د ښه ګاونډ ودې په اړه د ايس سي او دريځ ستايو ۔ده ووئيل  مونږ سږ كال ستمبر كښې د ايس سي او كونسل آف هيډز آف سټيټس(سي ايچ ايس)مشري سنبهالولو او په كال 2027 كښې د تنظيم مشرانو غونډې كوربتوب په انتظار يو٬دا په سيمه ايزه او نړيواله كچه د پاكستان د مشرۍ په كردار د باور څرګندونه ده٬پاكستان د اقتصادي مرستې وده  سيمه ايزو روابط استحكام او د اولس ترمينځه شريك مفاهمت د زيات قوي كولو لپاره په سباؤن او عملي اقدامات اډانه ايجنډا مخ په وړاندې بوځي۔پاكستان ايس سي او كار كښې بشپړ او د وياړ وړ كردار ادا كړے  ۔ ده ووئېل به اكتوبر 2024 كښې اسلام آباد د كونسل آف هيډز آف ګورنمنټ(سي ايچ جي)غونډې كوربتوب كړے۔دا مهال پاكستان 2025-2026 لپاره د ايس سي او د سيمه ازې ترهه ګرۍ مخ نيوي ډهانچې(SCO-RATS) مشري هم كوي۔د غربت خاتمې په اړه د ايس سي او خاص وركنګ ګروپ مستقل چيئرمېن په حېث زما مقصد د منطقې كروړونو خلقو د ژوند معيار ښه كول دي۔چين پاكستان اقتصادي راهداري(سي پيك) د ايس سي او هېوادونو ترمينځه د اقتصادي او تجارتي انضمام يو كامياب مثال دے٬مونږ سيمه ايز امن او د استحكام وده كښې د ايس سي او كردار ته د قدر په نظر ګورو٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بې مثاله قربانۍ وركونكے د  وړومبي صف هېواد په حېث پاكستان د ترهه ګرۍ٬ جلا خوښۍ او انتهاخوښۍ پشان “درې واړو خرابو” په ضد د ايس سي او شريك او په مرستې اډانه فريم ورك ته اهميت وركوي۔ ده ووئېل د سلامتيا نه علاوه د اقتصادي پرمختګ لپاره د تنظيم هڅې د يو قوي او تل پاتې سيمه ايز معيشت بنياد ايږدي۔پاكستان د سيمه ايزو روابط٬تجارت و سرمايه كارۍ٬ د خوراك تحفظ٬موسمياتي استحكام٬ د اولس صحت٬تعليم٬ډيجيټل جدت او تل پاتې پرمختګ په څانګو كښې د خپل فعاله كردار ادا كولو عزم لري٬مونږ د يو داسې خوشحاله سباؤن تصور لرو كوم چې سماجي همغږۍ او د شريك احترام په بنياد اډانه وي۔ ده وئوېل راځۍ چې په ګډه خپله منطقه د امن٬همغږۍ او شريكې خوشحالۍ مركز جوړ كړو دغسې چې راتلونكو نسلونو لپاره يو ښه سباؤن باوري كړے شي